IQNA

د قران کتابت؛ د حسیني اربعین د زیارت یادګار

14:34 - September 08, 2024
د خبر لمبر: 3489816
د انصار الحسین علیه السلام د پلي کاروان غړیو چې کلونه کلونه کیږي د محرم او د صفرې په میاشتو کښې د ایران له مشهد څخه د عراق د کربلا په لاره کښې ګامونه پورته کوي

سږ کال یې له ځانونو سره مشهد ته یو یادګاري قران مجید ډالۍ راوړه.
د حسيني اربعین د ګڼ شمیر زیارتوالو په مینځ او د حضرت امام حسین علیه السلام د سپیڅلي حرم ته په تلونکي یوې پوړې کښې مو پام دوو کسانو ته چې سپینې جامې یې اغوستي وې او کاغذونه او قلمونه ورسره وو جلب شو او دوې د ایران د مشهد سیمې د انصار الحسین علیه السلام د پلي کاروان غړي وو او زه د دوې خوا ته ورځم او له یوه غړي  سره یې خبرې کوم.
محمد فاتحي پیکاني د بانک یو متقاعد شوی کارکونکی او د ایران د اصفهان سیمې وسیدونکی دی او هغه د لومړي ځل لپاره له دغه کاروان سره یوځای شوی چې ځان په پلي توګه د سید الشهدا حضرت امام حسین علیه السلام امنه حریم ته ورسوي.
د ایران د اصفهان دغه زیارتوال چې په ارامښت سره د امام حسین علیه السلام حرم ته په تلونکي لاره کښې په یوه ځاې کښې ناست دی او د حضرت امام حسین علیه السلام د منور زیارت مخامخ د قران کریم د یوشمیر ایتونو په لیکلو بوخت دی د ځان له معرفي کولو وروسته وویل زما په کورنۍ کښې خوشنویسۍ یوه دوده چاره ده ، زه ځان حرفه اي نه ګڼم خو وايي کتابت ما ته له پلار څخه په میراث پاتی دی.
هغه د لومړي ځل لپاره د قران کریم د کتابت طرح د حسیني اربعین د پلي مزل په لاره کښې تعقیب کړي ده.
داسې پلان چې د هغه ملګرو یې ستاینه کړي ده او سبب شوي ده چې د ایران د مشهد یو بل پلی زیارتوال خلیل طاهري هم له هغه سره سم د قران کریم کتابت غوره کړی او د مشهد د انصار الحسین علیه  السلام پلی کاروان اوس له اوویشت کلونو پلي مزل وروسته د کربلا په لاره کښې یو قراني یادګار ولري.
محمد فاتحي پیکاني له خراسان رضوي  څخه له ایکنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل: له مشهد څخه تر کربلا پورې په پلي کاروان کښې مو له حرکت څو ورځې مخکې فیصله وکړه چې د حضرت امام حسین علیه السلام د حرم په لور یو قران ولیکم.
په دغو دوه اویا ورځو کښې چې په پلي ډول مو حرکت کاوه د دمې او استراحت په وخت مو د قران کریم یو شمیر ایتونه لیکل.
د ایران قدس رضوي حرم ته د حسیني اربعین د تصنیف شوي کتاب وړاندې کول:-
هغه دې ته په اشارې سره چې تراوسه یې د قران کریم نیم کتابت د حسیني اربعین د پلي مزل په لاره او په عراق کښې سپیڅلیو زیارتونو ته د تلو په وخت پاې ته رسولی دی زیاته کړه هیله من یم پاتې قران کریم په مشهد کښې د حضرت امام رضا علیه السلام په سپیڅلي حرم کښې پاې ته ورسوم او دغه قران کریم له صحافي او لیکلو وروسته رضوي سپیڅلي  حرم ته ډالۍ کړم.
د قران کریم دغه کاتب په لاس د دغه لیکل شوي قران کریم  ظاهري مشخصاتو ته په اشارې سره وویل زه قران کریم په نستعلیق خط او د ښکلیو کاغذونو په چوکاټ کښې لیکم او وروسته ورباندې نښې لګوم او ایتونه مشخص او په ګوته کوم.
محمد فاتحي پیکاني د قران کریم د مفاهیم په اهمیت باندې ټینګار سره وویل د دغه قران کریم په لیکولو کښې مو دغه کار ته پام وکړ چې د هرې پاڼې له ختمولو وروسته د پاڼې شاته په هماغه اندازه د قران کریم د ایتونو تفسیر او د مفهموم ټکي ولیکم چې مخاطب وکولای شي له قران کریم څخه له ګټه پورته کولو سره په یووخت د قران مجید له مفهوم څخه استفاده وکړي.
هغه وویل د قران کریم د هرې پاڼې د لیکلو د ختمیدا په وخت د پاڼي په اخر کښې لیکم چې د قران کریم دغه پاڼه په کوم ځای کښې کتابت او لیکل شوي ده او دغه چاره سبب کیږي چې د دغه معنوي سفر خاطرات تل پاتې شي.
د بیلګې په توګه د ایران په طبس سیمه کښې چې د قران کریم د کتابت په وخت د شګو له طوفان سره مخامخ شوو د دغه قران کریم تر ټولو ښکلي پاڼي ولیکل شوې.
د حسیني اربعین دغه پلي زیارتوال د خپلې وینا په پاې کښې د خپل سفر یوه تر ټولو ښکلي خاطره د حضرت امام علي علیه السلام د سپیڅلي حرم په کتابتون کښې د قران کریم لیکل وبلل او ویې ویل ډیر خوشحاله یم چې وتوانیدم په دغه معنوي سفر کښې په عتبات الیات یعني د حضرت امام حسین علیه السلام او د حضرت عباس علمدار علیه السلام د زیارت کولو په وخت یو ارزښمن معنوي یادګار ولیکم او هیله من یم د حضرت امام رضا علیه السلام په مرستې سره پاتې قران مجید ولیکم او هغه د ایران په مشهد کښې د حضرت امام رضا علیه السلام سپڅلي حرم ته وروسپارم.
https://khorasan.iqna.ir/fa/news/4235018

 

captcha