IQNA

د نړۍ د مسلمانانو د نن ورځې وحدت د فلسطین په مسله کښې یو شان غږ دی

11:30 - September 16, 2024
د خبر لمبر: 3489855
د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په دې خبرې باندې ټینګار سره چې نن سبا د نړۍ مسلمانان

د فلسطین د مسلې په هکله یوزړه توب او یوشان غږ لري وویل غزه د نړۍ د ټولو مسلمانانو د زړونو پلازمینه او له نمایشي او منافقانه اسلام څخه د حقیقي محمدي اسلام د تشخیصولو معیار دی.

د ایکنا خبري اژانس خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر محد باقر قالیباف د پارلمان په ښکاره غونډې کښې په خپلې وینا کښې د ربیع الاول له برکت او خیر څخه د ډکې میاشتې د رارسیدا او د حضرت امام زمان علیه السلام د امامت د پیلیدا او دغه راز د وحدت د اوونۍ د درنښت په مناسبت د مبارکۍ او تهنیت د ویلو په ترڅ کښې وویل د دنیا د نن ورځې د مسلمانانو وحدت د فلسطین د مسلې په هکله یوزړه توب او یوشان غږ دی.

د ایران د اسلامي شورا مشر قالیباف وویل نن سبا غزه د نړۍ د ټولو مسلمانانو د زړونو پلازمینه او له نمایشي او منافقانه اسلام څخه د حقیقي محمدي اسلام  د تشخیص معیار دی.

د اهل تشیعو او د اهل سنتو او د ټولو مذهبونو او فرقو اصلي ایډیل د بشر د تاریخ د تر ټولو اوږدې نسل وژنې یعني د صهیونیسټ بې رحمه او د حرفه اي جنایتکارانو لخوا د فلسطین د خلکو د اتیا کلنې نسل وژني بندول دي.

قالیباف په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د روان کال د مسلمانانو د وحدت اوونۍ به د خدای پاک په مهربانۍ سره د قدس شریف د ازادۍ د ايډیل په هکله وي.

https://iqna.ir/fa/news/4236590

captcha