او د اهل بیت علیه السلام یوشمیر عاشقانو د پاکستان د پنجاب صوبې په لاهور کښې په یوې غونډې کښې ګډون وکړ.
ایکنا خبري اژانس د «محفل» د پروګرام د عمومي اړیکو د دفتر په قول راپور راکړی دغه مراسم چې د پاکستان د خلکو په زیار او د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیکمرغه زوکړې د لمانځلو په مناسبت د محفل د ټیلي ويژن پروګرام د جیوریسټانو په شتون سره بیګا شپه د ایران له وخت سره سم یولس نیمې په منار پاکستان میدان کښې ترسره شول.
حامد شاکر نژاد، حجت الاسلام غلامرضا قاسمیان او حاج احمد ابوالقاسمي د محفل» د پروګرام د جیوریسټانو په توګه په دغه پروګرام کښې ګډون وکړ.
دغه راز د قران او د حدیث قاري محمد حسین عظیمي او د قران کریم زلمې حافظه ثنا ناظري د ځانګړي میلمنو په توګه د قران په دغه محفل کښې ګډون وکړ.
https://iqna.ir/fa/news/4236925