په عراق کښې د شیعه مسلمانانو د ستر مذهبي مرجع ایت الله العظمی سیستاني بلنې ته په ځواب کښې لبنان ته د ولسي او د رسمي مرستو انتقالول او د هڅو منظمول اعلانوو.
ایکنا خبري اژانس د الاعرابي ټکی کام(alaraby.com) په قول راپور ورکړ د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني په یوې بیانیې کښې وویل په لبنان کښې د بدلونونو په سیوري کښې د عراق ملت او حکومت د خپلو اصولو ، عدالت او د حق پراساس او د لوړ دیني مرجع ایت الله سیستاني د دفتر په بیانیې باندې استناد سره چې ویلي وو په لبنان باندې د حملو د بندولو لپاره هر ډول هڅه کوي او له لبنان سره د مرستو لپاره د لبنان په څنګ کښې دریږي عمل کوو .
هغه زیاته کړه د عراق د ستر مذهبي مرجع ایت الله سیستاني لخوا دغه دریځ چې تل او له تیرو کلونو راهسې یې د فلسطین د نیواکګر او صهیونیسټ رژیم د وجود د اصل او په سیمه کښې د جنګونو د پراخولو او د فتنې د اچولو لپاره د اسرائیلو رژیم د هڅو د تشخیصولو په هکله اعلان کړی دی کوم نوی دریځ نه دی.
په نیویارک کښې د بیړنۍ غونډې غوښتنه :-
د عراق لومړي وزیر شیاع السوډاني په تیرې دوشنبې وررځ په نیویارک کښې په لبنان کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتکاره اقداماتو د بندولو لپاره د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې د عربي پلاویو د مشرانو د بیړنۍ غونډې د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
د عراق د لومړي وزیر مرستیال او خارجه وزیر فواد حسین هم د لبنان په باره کښې د اسلامي او د عربي مشرانو د ځانګړي غونډې د ترسره کولو لپاره د عراق وړاندیز مطرح کړ.
عمار حکیم وویل په لبنان باندې د حملې د بندولو لپاره هڅې جدي ووسي.
د عراق د ملي حکمت بهیر مشر سید عمار الحکیم په یوې بیانیې کښې وویل د لوړ دیني مرجعیت بیانیه چې د صهیونیسټ رژيم د وحشیانه حملو په هلکه د غم او د درد د ژورتیا ښودنه کوي او د دغو بریدونو د بندولو لپاره د هر ډول ممکنه هڅې غوښتنه یې کړي ده قدرونه کوو.
هغه د صهیونیسټ رژیم د وحشیانه حملو د بندولو لپاره د جدي اقدام او په تیره بیا د لبنان په کلیو او ښارونو باندې په حملو کولو سره له بې ګناه ملکي وګړو د حمایت پرضرورت ټینګار وکړ.
د عراق د نجف د علمیه حوزې چټي کیدل:
د عراق د نجف علمیه حوزې خپل درسونه له تیرې سه شنبې ورځې څخه چټي کړل.
د درسونو دغه چټي کول د لبنان له ملت سره د پیوستون د اعلانولو او د عراق د دیني مرجع ایت الله العظمی سیستاني له دفتر څخه د خپرې شوي بیانیې د ملاتړ لپاره اعلان شوي دي.
د ملګروملتونو چارواکي وویل ستر قدرونه په لبنان کښې د جنګ د بندولو په هکله یوشان نظر نلري.
په همدې لړ کښې د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند ټینګار وکړ د امنیت شورا ستر قدرتونه په لبنان کښې د جنګ د بندولو لپاره اراده او د نظر اتقاق نلري.
د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند وویل : سرمنشي انټونیو ګوټریش هڅه کوي د ډيپلوماسۍ له لارې سوله محققه کړي خو د دغه کار لپاره سازوکار او لاره چاره نلري ځکه چې د امنیت شورا ستر قدرتونه د لبنان په هکله یوشان نظر نلري هماغه ډول چې په تیرو وختونو کښې یې د سوریې او د غزې تړانګې په هکله نه درلود.
دغه راز د فرانسې خارجه وزیر «ژان نوئل بارو» په روانه اوونۍ کښې د لبنان په بدلونونو باندې د غور په هدف د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې د جوړولو لپاره د پاریس غوښتنې ته په اشارې سره د صهیونیسټ رژيم او د لبنان د حزب الله غورځنګ ترمینځ د حملو د بندیدا غوښتنه وکړه.
د ویلو ده چې د عراق د شیعه مسلمانانو د تقلید ستر مرجع ایت الله سیستاني په یوې بیانیې کښې په لبنان باندې د صهیونیسټ رژیم حملو ته په اشارې سره د دغو حملو د بندولو لپاره د هر ډول ممکنه هڅې د ترسره کولو غوښتنه وکړه.