IQNA

د نړۍ د حلالو خواړو تر ټولو ستر فیسټیوال په لندن کښې ترسره کیږي

9:36 - September 25, 2024
د خبر لمبر: 3489900
د بریتانیا پلازمینه لندن به د نهم کال لپاره د دنیا د حلالو خواړو د تر ټولو ستر جشن کوربه وي کوم چې د روانې میلادي میاشتې په اخري ورځو کښې ترسره کیږي.

ایکنا خبري اژانس د عرب نیوز ورځپاڼې په قول راپور ورکړی د نړۍ د حلالو خواړو (The World Halal Food Festival) نهم فیسټیوال په لندن کښې ترسره کیږي.

د دغه فیسټیوال ترسره کونکي چې د ځايي طعمونو یعني ذایقو (Local Flavors)  په نوم سره ترسره کیږي  هیله من دي روان کال څه د پاسه شل زره کسان د دغه فیسټیوال کتنه وکړي.

د نړۍ د حلالو خواړو نړیوال فیسټیوال د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې له اتویشتمې نیټې څخه تر نهویشتمې نیټې یعني د تلې د میاشتې له اومې تر اتمې نیټې پورې په لندن سټیدیم(London Stadium) کښې ترسره کیږي او د ټولې دنیا بیلابیل خواړه او ډوډۍ په دغه فیسټیوال کښې نندرې ته وړاندې کیږي.

دغه فیسټیوال د خرڅونکو کوربانه ، ماهر اشپزان او د خوراکي موادو غرفې او سټالونه لري چې د پاکستان ، د ترکیې ، د مراکش او انډونیزیا وغیره په شان د هیوادونو استازي دي او هغوې په دقت او سخت ډول انتخاب شوي دي.

د دغه فیسټیوال مدیر «ولید جهانګیر» د نړۍ د مسلمانانو د ټولنې د شمیر په زیاتیدا سره د حلالو خواړو د لایسنس لرونکو شیانو او محصولاتو د تقاضې  زیاتیدا ته اشاره وکړه او ویې ویل د اخلاقي ، پایداره او کیفیت لرونکو خوراکي سرچینو ته ورځ تر بلې زیاتیدونکي دلچسپۍ نه یوازې مسلمان مصرونکي بلکې د هر دین خلک حلالو خواړو ته جذب کړي دي.

په روان کال کښې یو بل اضافه شوی مورد د مشهورو اشپزیانو یعني پخلي کونکو کسانو د خوراکي شیانو پخول دي چې د موریتانیا توکمه اشپزې شلینا پرمالو لخوا یې کوربه توب کیږي.

هغه په ايي ټي وي (ITV) کښې له ستورو سره د اشپزۍ په پروګرام کښې د ګډون کولو په خاطر پیژندل کیږي.

د اشپزۍ په دغه پروګرام کښې به نور مشهور اشپزان هم له هغې سره یوځاې شي.

اټکل کیږي د نادیا حسین او بیګ زور په شان مشهور کسان او دغه راز یوشمیر مشهور فیلم ستوري په دغو مراسمو کښې ګډون وکړي.

دغه فیسټیوال د خپلې خانوادګۍ امکانات د ماشومانو د یوه ستر بازار او د یوې سیمې په رامینځته کولو سره پراخ کړي دي.

دغه راز د اور فیوچر هیلت(Our Future Health) شرکت په ملګرتیا سره د سلامتیا یو ډیر ښکلی کلینک هم هلته جوړیږي او دغه کلینک  ګډون کونکو ته دغه فرصت ورکوي چې خپله وینه ټیسټ کړي او هغوې له خپلې جسمي سلامتیا خبر شي.

جهانګیر زیاته کړه مونږ همدغه راز د تعاملي پنلونو له لارې په فیسټیوال کښې بحث او خبرې تشویقوو او له ټولو خلکو غواړو چې د خواړو ، کلتور او د ټولنې له ګډون ارزښتونو سره ارتباط ټینګ کړي.

د ځايي طعمونو او ذایقو فیسټیوال به په لاس د جوړو کړې  شویو خوراکي موادو په تولیدونکو  تمرکز وکړي او دغه چاره د خوراکي موادو جوړونکو ته دغه زمینه برابروي چې خپل محصولات د فیسټیوال زرګونو کتونکو ته چې د نويو ذایقو د کشفولو لیواله دي وړاندې کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4238380

بچوې: لندن ، خواړه ، حلال ، ډوډۍ
captcha