IQNA

د افغانستان د مهاجرینو مسلې ته امنیتي کتنه تیروتنه ده

9:46 - September 26, 2024
د خبر لمبر: 3489903
د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې کلتوري مرستیال حجت الاسلام و المسلمین« مهدي فرمانیان» په دې خبرې سره چې ځینې کسان په امنیتي کړچار سره د افغانستان د مهاجرینو مسلې ته ګوري وویل

په ټولو ټرورونو کښې چې په ایران کښې شوي دي حتی د افغانستان یوه ښاریز هم لاس نه دی لرلی. باید د مهاجرت مسله په تدبیر سره حل کړو چې د غیر قانوني مهاجریت مخنیوی وشي.

د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې مرستیال حجت الاسلام و المسلمین «مهدي فرمانیان» د تلې د میاشتې په دریمه نیټه «په اسلام کښې د واحد امت ډاکټرین او د مهاجرت د مسلې» په نوم  علمي غونډې کښې په دې خبرې سره چې د اسلامي وحدت او د نږدې کیدا په بحث کښې بیلابیل کړچارونه لرو وویل  هم کلتوري کړچار لرو چې ښکاره بیلګه یې امام موسی صدر دی؛ټولنیز، سیاسي ، فقهي او کلامي کړچار هم لرو او څه موده مخکې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه د نوي اسلامي تمدن او د واحد امت کړچار مطرح کړ.

د دینونو او د مذهبونو د پوهنتون د علمي پلاوي غړي ډاګینه کړه : د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په ځلونو ټینګار کړی د نږدې کولو مسله یوه سټراټیژۍ او ستره پروژه ده چې په هغې کښې ټول مسائیل باید په ګوته شي؛ که چیرې مونږ دغه فضا تعقیب کړو نو وینو ډیر ادبیات چې د پارلمان د استازیو او د چارواکو لخوا تولیدیږي د مشر تابه د ستر مقام د کړچار پرضد دي.

کله چې طالبان په افغانستان مسلط شول او ځینې کسان مجبوره شول له دغه هیواده ووځي بیا هم د ایران د اسلامي انقلاب د  ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي  کړچار سبب شو د افغانستان ځینې مهاجرین ایران ته پناه راوړي.

مهدي فرمانیان د ایران د پوځ په لوی درستیزوالې  کښې خپلې څو کاله مخکې وینا ته په اشارې سره زیاته کړه ما هلته وویل مونږ له شرعي نظر  حق نلرو د افغانستان دغه کډوال خپل هیواد ته ورستانه کړو ځکه چې دوې د خپل ژوند د بچولو لپاره ایران ته پناه راوړي ده او حتی که چیرې مشرک او کافر هم وي. د قران کریم د ایتونو او د روایتونو د تصریح پراساس باید هغوې ته ځایونه ورکړو؛ د افغانستان دغه کډوال ویریږي چې طالبان به دوې ووژني او د دوې بچیان به ورته ووژني او د دوې مالونه یې هم مصادره کړي دي.

البته د ایران د پوځ لوی درستیز هم وايي مونږ ته حکم راکړل شوی دی چې د افغانستان له کډوالو سره ښه چلند وکړو او دا هم د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي  د تدبیر نښه ده.

د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې مرستیال په دې خبرې سره چې د ایران د څوارلسم حکومت ولسمشر پزشکیان هم په خپلې وینا کښې د اسلامي هیوادونو د اتحادیې په جوړولو ټینګار وکړ وویل په خپله ولسمشر وویل دا څه بده خبره خو نه ده چې د هندوستان وغیره یو مسلمان نورو اسلامي هیوادونو ته سفر وکړي ؛ دغه کړچار په حقیقت کښې تقریبي کتنه ده پر دې اساس سرحدونه باید خلاص وي او په لږ تر لږه نظم او نظام سره دغه کار ترسره شي؛ فضا دومره خلاصه شي چې کسان نور په قاچاقي ډول د راتلو هڅه ونکړي  او په تر ټولو کم لګښت سره تګ راتګ وکړي او په دې بڼه کښې په ښه ډول مدیریت کولای شو.

مهاجرانو ته په امنیتي کړچار سره کتنه :ـ

هغه وویل ډیرې کسان په امنیتي کړچار سره د مهاجرینو مسلې ته کتنه کوي او دغه مسله غالبه ده خو زما په  نظر دغه کتنه سمه نه ده ځکه په هغو ټولو ټرورونو کښې چې په ایران کښې شوي دي حتی د افغانستان یو ښاریز هم پکښې برخه نه ده اخیستي؛ بلکې ټول کسان له اذربایجان جمهوریت او تاجیکستان او نورو  ځایونو څخه راغلي دي.

پر دې اساس باید له دې نظره امنیتي بحث ته توجه وکړو؛ د ښاري خلاف ورزیو په بحث کښې هم باید ووینو چې ایا مهاجران د دوې د نفوسو په نسبت د ایران له خلکو سره په پرتله کښې زیاتې خلاف ورزیانې کوي.

مهدي فرمانیان په دې خبرې سره چې البته په دې زمینه کښې دقیقې  شمیرنې نلرو او حکومتي چارواکي باید په شفافیت سره دغه شمیرنې وړاندې کړي وویل : که چیرې د افغانستان د ښاریزو د خلاف ورزیو شمیر د دوې د نفوسو په نسبت د یوه ښار له ایرانیانو کمې وې اصلا باید امنیتي کړچار ونلرو او حتی که چیرې دغه خلاف ورزیانې کمې هم ي باید د هغوې په دلیلونو باندې غور وشي.

https://iqna.ir/fa/news/4238524

captcha