د حضرت امام حسین علیه السلام سپیڅلي حرم ته اړونده د زیارتوالو په تر ټولو نوي ښارګي کښې دیره کړې شوه.
ایکنا خبري اژانس د امام حسین علیه السلام د سپيڅلي حرم د خبري سایټ په قول راپور ورکړ د حضرت امام حسین علیه السلام د سپیڅلي حرم مسوول شیخ عبدالمهدي الکربلايي د تلې د میاشتې په پینځمه نټه د صهیونیسټ رژيم له ترهګرو حملو څخه د لبنان د تاواني شویو خلکو او د هغوې کورنیو ته د سید الاوصیا علیه السلام د نوي ښارګي د دروازو د خلاصیدا خبر ورکړ.
دغه ښارګي د رسنیو د چارو مدیر علي الموسوي وویل: د عراق د ستر دیني مرجع ایت الله سیستاني د بیانیې په اجرا کولو او د هغه د استازي نیغ په نیغه نظارت سره شیخ عبدالمهدي الکربلايي د سید الاوصیا د موډرن ښارګي دروازې د لبنان د وروڼو او د اسرائیلو له ترهګرو حملو څه د تاواني شویو کسانو د کورنیو پرمخ خلاصې کړې.
هغه زیاته کړه: دغه ښارګی د لبنان دغه ډلې ته د هرکلي لپاره د هوټل ، د رسټورانټ او د نورو امکانانو په شمول ټولې اسانتیاوې او په ترټولو لوړه سویه تر ټولو بهترین خدمات چې د دغه صادق او د پایداره ملت شایسته دي برابر کړي دي.
د ویلو ده چې د عراق د ستر مذهبي مرجع ایت الله سیستاني استازي شیخ عبدالمهدي الکربلايي د حضرت امام حسین علیه السلام په حرم کښې د لبنان له خلکوسره د مرستې لپاره د لوړې کمیټۍ د جوړیدا په اعلان سره د صهیونیسټ رژیم په وروستیو ترهګرو حملو کښې د تاواني شویو لبناني کورنیو د میلمستیا لپاره د حضرت امام حسین علیه السلام د حرم په چمتووالي ټینګار وکړ او اشاره یې وکړه د عراق د ستر مذهبي مشر ایت الله سیستاني د ارشاداتو په اطاعت کښې د لبنان له خلکو سره د انساني او د طبي مرستو کار پیل شوی دی.