ایکنا خبري اژانس راپور راکړی د کروشیا هیواد د قران کریم د نړیوالو سیالیو د دیرشم پړاو د پاې مراسم وړمه شپه یعني د تلې د میاشتې په اوومه نیټه د قرائت تحقیق او د حفظ کل قران کریم په دوو برخو کښې د دغو سیالیو د غوره کسانو په معرفی کولو سره خپل کار پاې ته ورسوه او په دغو سیالیو کښې د ایران په دوو ګډون کونکو استازیو کښې یوه(۱) دریم مقام ترلاسه کړ.
په همدې اساس د قرائت تحقیق په برخه کښې د ایران استازي یوسف جعفر زاده د ترکیې او د انډونیزیا له استازیو وروسته دریم مقام ترلاسه کړ.
خو د حفظ کل قران د برخې ګډون کونکی مهدي مهدوي په هغه مسلطې اجرا سره چې درلودله یې ونه توانید د ایران لپاره کوم مقام ترلاسه کړي.
د کروشیا د قران کریم نړیوالې سیالۍ د ټول قران د حفظ او د قرائت تحقیق په دوو برخو کښې ترسره کیږي.
له تیرو څو کلونو راهسې تل یو کال بعد د قران کریم یو قاري یا د ټول قران حافظ د ایران په استازي توب دغو سیالیو ته استول کیږي خو روان کال د قران کریم دغو سیالیو ته د ایران دوه استازي استول شوي وو.