IQNA

په غزې تړانګې کې په تیر یوه کال کې ۸۱۴جوماتونه او ۳کلیساګانې ړنګې شوي

6:40 - October 07, 2024
د خبر لمبر: 3489959
ایکنا - د فلسطین د مبارزانو له طوفان الاقصی ناڅاپی عملیاتو وروسته وحشي صهیونیسټي رژيم په بمباریو او حملو کې په غزې تړانګې کې په تیر یوه کال کې ۸۱۴جوماتونه  او ۳کلیساګانې ړنګې شوي دي

په غزې تړانګې کې په تیر یوه کال کې ۸۱۴جوماتونه او ۳کلیساګانې ړنګې شويایکنانیوز ر د سپوټنیک له قوله راپور راکړ،په تیر یوه کال کې  د خپرو شوو احصایو په اساس، د قدس نیواکګر رژيم   په غزې تړانګې کې پخپلو جنایتونو کې څه دپاسه ۸۱۴ جوماتونه او  او درې کلیساګانې په کنډوالو بدلې کړي دي او دغزې د دیني چارو وزارت  ۲۳۸کارکونکي ئې هم شهیدان کړي دي او یوسل اته څلویښت نور  جوماتونو هم تاوانونه موندلي دي.

د غزې تړانګې د جنګ د پلیدا له وخت راهسې وحشي صهیونیسټي رژيم  په غزې کې  له یوزر دوه سوه پنځه څلویښت جوماتونو څخه  ۸۱۴ جوماتونه په کنډوالو بدل کړي دي  او ان تردې چې  کلیساګانې ئې هم نه دي بخښلي او درې سترې کلیساګانې ئې هم په کنډوالو بدلې کړي دي.وحشي صهیونیسټي نیواکګر پوځ حتی  په مردګانو او قبرونو هم رحم نه کوي او د غزې د دیني چارو د وزارت  په وینا ئې ، له ۶۰ هدیرو څخه  اته هدیرې په بشپړ ډول تباه کړي  دي.اټکل کیږي ، چې د  اسرائيلو په بې آمانه بمباریو او  حملو کې  دغزې  له ټولو مذهبی ځایونو څخه  کابو ۷۹ فیصده برخې په کنډوالو بدلې شوي دي  او  په سلګونو میلیونو ډالرو تاوانونه ئې موندلي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4240979

captcha