ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی، دغه مظاهره کونکي ځان ته د اور اچولو په وخت د فلسطین د آزادۍ چغې پورته کړې
په واشنګټن کې مظاهره چیانو، د سپینې ماڼۍ په وړاندې په پراخې مظاهرې جوړولو سره په غزې تړانګې او لبنان کې د وحشي صهیونیسټي رژيم دجنایتونو او له دغو جنایتونو څخه د امریکا د ملاتړونو په دوام سخت اعتراض وکړ.
له دې مخکې د فرورۍ په ۲۵ نیټه هم یوه امریکائي ځوان پيلوټ آرون بوشنل،د اسرائيلو له خواپه غزې تړانګې کې د فلسطین د مظلومو خلکو له ښکاره نسل وژنې څخه د سپينې ماڼۍ په ملاتړ په اعتراض کې د یوې ویډیو په ریکارډ کولو پسې په یوه اعتراضیه اقدام کې په واشنګټن کې د صهیونیستي رژيم د سفارت په وړاندې ځان ته اور واچوۀ.
د وروستیو راپورونو په اساس، په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم په څاروي ډوله حملو کې څه د پاسه ۴۱زره فلسطینیان شهیدان او کابو ۹۷نور ټپیان شوي دي چې زیاتره قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي ،په داسې حال کې چې صهیونیسټ رژيم په غزې د حملې له یوه کال تیریدا وروسته نه دی توانیدلی په غزې تړانګې کې ستومانه کونکي جنګه بریالی شي،د ستمبر په ۲۳ نیټه ئې دلبنان په ضد هم خپلې حملې پيل کړي دي.