ایکنانیوز د روئیټرز له قوله راپور راکړ، پاپ فرانسیس پرون په یوه پرانیستي لیک کې په منیځني ختیځ کې د جنګ د ختمیدا لپاره د نړیوالې ټولنې په بې شرمه او شرمیدلي بې وسۍ سختې نیوکې وکړې.
هغه د سیمې کاتولیکانو ته په دغه لیک کې ووئيل، په تیر یوه کال کې چې د غزې تړانګې د جنګ تیریږي،په پيل کې د جنګ یو سپَڼکی راپورته شو،خو هماغه شان په یوه خطرناک او پیچلي تاؤتریخوالي کې دغه سپَڼکی د پراختیا او لا لوئې چاودنې په حال کې دی.
د نړۍ د کاتولیکانو رهبر په دغه لیک کې لیکلي دي ،داسې ښکاري چې ډیر کم کسان په هغه څه چې دانسان د اړتیا او خوښې وړ دي ، یعني ،خبرې اترې، سولې ، امنیت ته اهمیّت ورکوي. تاؤتریخوالی هیڅکله هم سوله نه رامینځةکوي. تاریخ دا ثابته کړې ده ،خو په عین حال کې داسې ښکاري ، د کلونو کلونو جنګ جګړو مونږ ته هیڅ رازده نه کړل.
پاپ فرانسیس پخپل لیک کې مستقیما د غزې خلکو ته په خطاب کې لیکلي دي،زه د غزې له خلکو یعني له تاسو سره یم چې مودې کیږي په تنګڅې کې او له جنګ جګړو سره لاس او ګریوان یاست. تاسو هره ورځ زما په افکارو او دعاګانو کې یاستئ.
هغه دغه راز زیاته کړې ده ، زه له تاسو سره یم چې مجبوره شوي یاست خپل کورونه پریږدئ،ښونخی او کار پریږدئ او د بمباریو په وړاندې پنا ه ځایون وته پناه یوسئ،زه له تاسو سره یم چې د اور له لمبو ویریږئ او آسمان ته سترګې غړوئ.
فرانسیس چې پرون ئې د کاتولیک پيروکارو او د نړۍ په سویه ئې د سولې لپاره روژه نیولې او دعا ئې کړې ده،په وروستیو اونیو کې ئې په ډاګه د صهیونیسټي رژيم او حماس د نښتو په باب خبرې کړي دي او ددغه جنایتکار رژيم په جنایتونو باندې ئې نیوکې لازیاتې شوي دي.
پاپ فرانسیسپه یولړ څرګندونو کې په لبنان کې د اسرائيلي رژيم اقدامات د نه منلو وړ بللي او له نړیوالې ټولنې ئې غوښتي څو هر هغه کار چې ممکنه وي ، د جنګ ددریدا لپاره ئې ترسره کړي.