ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،یوې امریکايي خپروندوی په لوېدیځه آسیا کې د صهیونیسټي رژیم د جنګ پر سترو لګښتونو بحث کړی دی.
امریکايي خپروندوی فارن پالیسي په خپل یوه راپور کې لیکلي، چې د غزې او لبنان پر ضد د صهیونیسټي رژیم د جګړې لګښت ۶۶ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.
د پارس ټوډې د خبر له مخې، دغه امریکایي خپروندوی زیاتوي: د غزې او لبنان پر وړاندې د جګړې لګښت، د اسرائیلو د ناخالصو تولیداتو له ۱۲ سلنې سره برابر اټکل شوی دی.
د امریکا د فارن پالیسي خپروندوی د راپور له مخې، د روان کال تر اګسټ میاشتې پورې د صهیونیسټي رژیم لپاره د غزې د جګړې د تمویل مستقیم لګښت، ۱۰۰ میلیارده شکیل (۲۶.۳ میلیارده ډالره) دی.
د دې امریکايي خپروندوی په راپور کې راغلي چې: سږ کال د ناخالصو تولیداتو په پرته د اسرائیلو پور ۶۷ سلنې ته رسېدلی دی.
کلیدي کلمې: امریکايي فارن پالیسي خپرندوی، د اسرائیل او لبنان جګړه، د اسرائیل او غزې جګړه، د اسرائیلو د جګړې لګښتونه.