د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولمسشر مسعود پزشکیان نن ماسپښین د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنې کې ددواړو هیوادونو ترمینځ دګډو ملګرتیاؤ په پراختیا په ټينګار سره ووئيل ، له روسیې سره د مونږ اړیکې دوامدارې ،په زړه پورې او مهمې دي.
هغه د روسیې له ولسمشر سره د کتنې په فرصت خوښي وښودله او وې وئيل، له اقتصادي او کلتوری پلوه د مونږ ارتباطات ورځ تر بلې لا پیاوړي شوي او نوره به هم پیاوړی شي . د ایران او روسیې د ملګرتیاؤ مخ په وده بهیر،ددغه ارتباط د پیاوړتیاضرورت ته ددواړو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو ارادې او هوډ ته په پام سره باید چټک شي.
د روسیې ولسمشر هم په دغې کتنې کې په دغو خبرو په خوښۍ ښودلو سره ووئيل، ددواړو هیوادونو ملګرتیاوې د مونږ لپاره ډير لوړ لومړیتوب لري او ددواړو لورو ترمینځ دتجارت اندازې زیاتیدا او د اړیکو پراختیا هم دترسره کیدا په حال کې ده. ولادیمیر بوتین همدرااز د بریکس به غونډې کې د ګډون او د دوه اړخیزه مشترکې غونډې کې د ترسره کیدا لپاره دایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په بلنې ورکولو سره ووئيل؛ مونږ په ګډه په نړیواله سویه ملګرتیا کوو او د مونږ نړیوال کړچارونه او ارزونې سره یو شان دي.