ایکنانیوز د فرانسوي رسندویو له قوله راپور راکړ، په تورکوین ښار کې په یوه ښونځي کې په یوه معلم له حملې وروسته په دې دلیل چې هغه له یوې زده کونکې غوښتي وو،خپل حجاب اوستر دې لیرې کړي،ځینو معلمانو له توپير سره د مبارزې اصل ته په پام سره ، د سترمنې زده کونکې ملاتړ ته مخه کړه.
د والورزاکتوال خپرونې د راپور په اساس، د تیرې دوشنبې په ورځې د فرانسې په شمال کې په واقع تورکوئن کې د سوینیه ښونځي یوه زده کونکې د خپل معلم له خوا ووهل شوه ،ځکه چې معلم له هغې په کرتو غوښتي وو ،چې په ښونځي کې دې خپل ستر لیرې کوي.
د پيښې په ورځې د ښونځي معلمانو د خپل کار د ځاي د پریښودو حق اجرا کړ او کلاسونه چټي شول ،خو ظاهرا ټولو میرمنو معلمانو د هغه ملاتړ ونه کړ.
؛لوژورنال دو دیمانش ؛ ورځپاڼې هم راپور ورکړی دی ، کابو لسو معلمانو له توپیر سره د مبارزې اصل ته اشاره کړې او له سترمنې زده کونکې څخه ئې خپلملاتړ اعلان کړی دی.
دغه زده کونکې د دوشنبې په ورځې پولیسو ونیوله او محکمې ته ئې معرفي کړه ،د هغې محاکمه د راتلونکي دسمبر یولسمې تاریخ ته ځنډول شوې ده.
دغه زده کونکې څه موده مخکې هم په ستمبر میاشت کې عبایا یا مانتو اچولی ؤ. په داسې حال کې چې دغه اسلامی لباس په ښونځي کې ممنوع دی. له دغې حملې وروسته د فرانسې دملی زده کړو وزیر آن ژنه ته وئيلي دي، چې انضباطي سزاګانې دې په سختۍ سره اجرا شي او دغه اقدام ئې دنه منلو وړ بللی دی.