IQNA

د  فلسطینیو کډوالو د خیمو په اور کې د قرآن حافظ هم شهید شوی

10:32 - October 17, 2024
د خبر لمبر: 3490019
ایکنا -  د فلسطینیو کډوالو  پر کیمپ  د وحشي صهیونیسټي رژيم  دحملو له امله  په ستر اور کې ، دقرآن کریم یو حافظ سره د خپلې مور شهید شوی دی.

ایکنانیوز  دعربی ۲۱ عربی له قوله راپور راکړی،فلسطینیو رسندویو  وئیلي دي هغه شهید چې دوه ورځې  مخکې  ئې  په غزې تړانګې کې د دیرالبلح  کیمپ په یوې خیمې کې د خپل بدن تر سوځيدا پورې مقاومت کړی، د قرآن  کریم  حافظ او دانجنئيرینګ محصیل  شعبا الدلو  دی.

 د فلسطینیو کډوالو په کیمپ کې په دغه لوي اور کې  چې د صهیونیسټي رژيم  دحملو له امله لګیدلی ؤ، دغه فلسطیني ځوان  انځورونه چې  په خیمې کې ئې  اور اخستی اوسوځي ،رابرسره شوی او وروسته اعلان شوی چې  هغه له خپلې مور او  دوو نورو کسانو سره  د صهیونیسټي وحشي رژيم  په وحشي ډوله  قتل عام کې شهید شوی دی.

په غزې تړانګې کې د فلسطینیو رسندویو فعالانو وئیلي دي، چې دغه نولس کلن شعبان الدلو ځوان  د قرآن کریم حافظ ؤ او په انجنئيرینګ څانګې ئې محصیل ؤ.

دغه فلسطینی ځوان له دې مخکې  په یوې ویډیو کې ظاهر شوی ؤ او په انګریزي ژبه ئې  نړۍ ته د جنانیتکار صهیونیسټي رژيم  په وحشي ډوله تیریو سیورې کې  د غزې  تړانګې د خلکو د مصیبت اوکړاؤ پیغام  لیږدولو.

د صهیونیسټ وحشي رژيم  پوځ په داسې حال کې په غزې تړانګې خپلو تیریو  ته د درې سوه پنځه اویایمې ورځې لپاره  دوام ورکوي، چې  په دغو وحشي ډوله بمباریو او حملو کې تر دې دمه  څه دپاسه  ۴۲زره فلسطنیان شهیدان  او  کابو یولک نور ټپیان شوي دي ، چې زیاتره قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي .

https://iqna.ir/fa/news/4242636  

  

captcha