IQNA

په لندن کې د اسلامی نړۍ او ایران د زرکلن هنري آثارو نیلام

14:30 - October 17, 2024
د خبر لمبر: 3490020
ایکنا –  د لندن د هنر سوداګریز شرکت "کریسټیز(آرټ ټریډ کمپنی اور)" او د هنر لیلام کور به (آرټ آکشن هاؤس) به د اکتوبر په 24 د اسلامي نړۍ د هنرونو د پلور کوربه وي.

ایکنانیوز د عرب نیوز له قوله راپور راکړی، ساراپلمپلي چې  د اسلامی نړۍ د هنر د برخې مشري په غاړه لري، ددغه لیلام یا نیلام په باب باب وائي؛ په دغه بولۍ یا لیلام کې د درستې اسلامی نړۍ څخه د د قالینو، سرامیک، لاسي لیکنو، منسوجاتو ،پر کاغذونو او فلزاتو باندې لیکل شوي آثارو  ټولګه وړاندې کیږي، چې له هغو به ځيني په روانې میاشتې کې  ددوبئ په ؛کریسټي ؛ پلورنځاي کې  نندارې ته وړاندې شي.

همداراز  له اولسمې پیړۍ لومړنیو سره اړونده د صفویه پړاؤ یو ډیر کم موندونکی وریښمي پولنزي فرش یا قالین  چې ارزښت ئې  له یو میلیون درې لکه ډالرو څخه تر دوه میلیون شپږ لکه ډالرو پورې  او  په ایران کې  له شپږمې یا اومې پیړۍ سره اړونده د ساساني سپینو زرو بوتلونو یوه جوړه به د اکتوبر په 24 په لیلام کې وپلورل شي،دغه بوتلونه   د هغه اسلامی لومړني پړاؤ د معماري د سټایل  ښودنه کوي چې  په نهمې پيړۍ کې  په عراق  او سامرا کې لیدل شوي دي

په لندن کې د اسلامی نړۍ د زر کلن هنري آثارو لیلام یا نیلام

  له دوه لکه اویا زره ډالرو څخه تر درې سوه نوي زره ډالرو پورې  د ارزښت په اټکل سره بوتلونه په دوبئ کې  هم نندارې ته وړاندې شول  او لیدونوکو  کتونکي ئې د نقاشۍ په ماډرن  او په زړه پورې سټایل  حیرانه او حک بک پاتې شول. 

 د اسلامي نړۍ د هنري پسرلي پلور او فن دغه نیلامۍ   په  اپریل   کې ترسره شو او د ۲۶۱ هنري اثارو ټولګه پکې شامله وه.

په دې فصل کې د ایراني سیرامیکونو او ایراني نقاشیو په ګډون یو شمیر ځانګړي ټولګې لیلام شوي.

حراج آثار هنری هزار ساله جهان اسلام در لندن

 https://iqna.ir/fa/news/4242781

captcha