IQNA

د سیمې د سولې او ثبات په پراختیا کې دایران او ترکیې ملګرتیاؤ لوړتیا ډيرې اغیزې شیندي

6:45 - October 20, 2024
د خبر لمبر: 3490034
ایکنا- د ایران خارجه وزیر عباس عراقچی د ترکیې له خارجه وزیر هاکان فیدان سره له خبرو اترو وروسته په ګډ خبری کنفرانس کې ووئيل، صهیونیستي رژيم  په نړۍ کې د ناکراریو اوبې ثباتیو ترټولو مهمه سرچینه ده ،  او  نړیوالې لارې چارې هم  نه دي توانیدلي ،ددغه نسل وژونکي رژيم د جنایتونو مخه ونیسي.

ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران  خارجه وزیر عباس عراقچي په دغه  ګډ خبری کنفرانس کې همدرااز  ووئيل،  د اسرائيلو نسل وژونکی رژيم د نړیوالو مقرراتو په خلاف ورزۍ کې هیڅ حد او حدود نه لري او له دوي دامریکا ملاتړ ، ددغه و حشي رژيم  مشران او نتنیاهو لا سپین سترګي کړي دي.

عراقي  په غزې تړانګې او لبنان کې د جنګ پر دریدا او دغې سیمې ته د انسان دوستۍ دمرمستو په لیږد باندې په ټینګار سره  د  حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر یحیی سنوار د ترور په باب  ووئيل، دغه مسئله  د فلسطین د خلکو په مبارزې او  د مقاومت په لاره کې هیڅ  خنډ نه رامینځةکوي،بلکې  په لازیاتې  انګیزې  سره لا تیزیږي.

د ترکیې خارجه وزیر هم د دوو اړخیزو او سیمه ایزو مناسباتو  په پراختیا کې د ایران په رول خوښي وښودل او وې وئيل،  دواړه هیوادونه  په سیمې  کې  سوله اوثبات غواړي.هغه همداراز په سیمې کې داسرائيلو نسل وژونکي رژيم  جنایتونو ته په اشارې سره  ووئيل ، صهیونیسټي رژيم باید خپلو ګواښونکو خبرو  څخه لاس و اخلي  او تیري دې  پاي ته ورسوي.

د ایران خارجه وزیر  د ۳+۳  سیمه ایزې ملګرتیا د لارو چارو  په اړه د خارجه وزیرانو  په دریمې ناستې کې د ګډون لپاره ترکیې ته  تللی.

داپه داسې حال کې دي چې د ایران خارجه وزیر په استانبول کې  د  فلسطین دحماس غورځنګ د شورا له مشر  محمد اسماعیل درویش سره   هم دغزې تړانګې دمیداني شرائطو ، سیمې د بدلونونو او دغزې تړانګې   کې د جن  په باب  هم کتنه او خبرې اترې وکړې.  د ایران خارجه وزیر په دغې کتنې کې ووئيل، د شهید یحیی سنوار له شهادته وروسته  هم حماس هماغه راز ژوندی او په قدرت سره پخپل ځاي کې دی اوپه فلسطین کې دا  یو حقیقت دی چې  هیڅو ورباندې  سترګې نشي پټولی او له مینځه ئې نشي وړلی.

https://iqna.ir/fa/news/4243200/

captcha