ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور ورکړی، د افغانستان د طالبانو د حکومت دمهاجرینو د چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په پکتیا کې په یولړ دستورو کې پخپلې وینا کې ووئيل، پرَدَیو په افغانستان کې په پوځي ډګر کې له ناکامۍ وروسته اوس فکري او نرم جنګ پیل کړی دی. هغه دپوهې د ترلاسه کولو په ضرورت په ټينګار سره ووئيل،فکری جنګ یوازې په اسلامی ارزښتونو باندې په تکیې او ورته د ژمنتیا له لارې ترلاسه کیدلی شي.
خلیل الرحمن حقاني د خلکو په وحدت او پیوستون باندې په ټینګار سره ووئیل، درست دیني ،قومي اواجتماعي مناسبات باید له عالمانو ،سپین روبو او ځاي چارواکو سره په غږملتیا سره ترسره شي او مذهبی مدرسې باید دخلکو د تکیې ځ اي شي.
د افغانستان د مهاجرینو د چارو د وزارت د خبرتیا په اساس، حقاني پر قومونو غږ کړی څو له غیر اسلامی شعارونو څخه دوکه ونخوري او شریّعت د هروګړی د ملاتړ معیار وګرځوي ، ځکه په اسلامی شریَعت کې د انسان حقوق او امنیت تضمین شوی دی.