ایکنانیوز د ملل فرهنګ او د ټولنې د خصوصي ویب پاڼې له قوله راپور راکوي،په کادونا ایالت کې مسلمانانو ټولنه په تیره بیا ددغه ایالت د یوه اهل تشیّع یحیی ګیلما د کور د وړانولو په ناڅاپي خبر سره غافلګیر شول
د اسلامی غورځنګ یوه خبریال له یحیی ګیلما په کادونا ایالت کې د ځاي حکومت په وسیله د هغه د کور د ورانولو په باب خبرې کړي او له هغه ئې د هغه د کور د ورانولو په اړه پوښتنې کړي دي.
هغه په د غو خبرو کې ووئيل، داکتوبر په اتلسمه نیټه د کادونا ایالت د ښار د پلانونې او پراختیا ادارې ځینو کارکونکو هغه ته اطلاع و رکړه چې باید په ۴۸ساعتونو کې کور خالي کړي ،ځکه له مجوز پرته جوړ شوی دی.
د چټي په ورځ په نیمه شپه په یوه بولډوزر سره هغه کور ته ورغلل او ددغه کور لویه برخه ئې ورانه کړه. هغه زیاته کړې چې دغه اقدام د هغو ورانونو په شان دی چې ددغه ایالت مخکیني حکومت په دغه ایالت کې د ځينو مسلمانانو او دشیخ ابراهیم الزکزکي د پيروکارو په ضد ترسره کړي دي.
ګیلما ټينګار کړی چې د هغه مځکه او کور د رسمي مجوز په اساس جوړ شوي او څومه لسیزه ده چې ورڅخه استفاده کوي او د جوړونې د مجوز د نه شتون موضوع بې اساسه او چټي ده.