ایکنانیوز د رهبرۍ د دفتر له قوله راپور راکوي،د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي نن د امنیت د شهیدانو دمحترمو کورنیو له زرګونو کسانو سره په کتنې کې په غزې او لبنان کې په ترټولو وحشي ډوله جنګي جنایتونو کې د خبیث صهیونیسټي رژيم دوامدارو اقداماتو ته په اشارې سره ددغه پلیت او خبیث رژيم په ضد یوه نړیوال ائيتلاف د جوړیدا غوښتنه وکړه.
حضرت امام خامنه اي د صهیونیسټي رژيم د تیرې شنبې د سهار وختي شرغواړي حرکت په باب وفرمائيل؛په دې باب دغه تیروتنه چې ئې کړې،پخپله ئې په خاصو موخو سره ستره بریښوي،خو د هغو کوچنئ ښودل او دا چې ووائۍڅه شی نه ؤ او کوم اهمیّت نه ورکوي،هم غلطه ده.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وکړ،البته د کار کیفیّت باید په سمه توګه مسئولان تشخیص کړي او هغه څه چې ددغه هیواد او ملت په ګټه وي،ترسره ئې کړي،څو دوي پوهه شي،د ایران ملت څوک دی او ځوانان ئې څرنګه دي.
حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي په غزې تړانګې کې د لس زره ماشومانو او څه دپاسه دوه زره میرمنود شهادت پشمول د صهیونیسټ رژیم بوږنونکو جنایتونو ته په اشارې سره چې د ترټولو وحشي جنګي جنایتونو مصداق دي،په غزې او لبنان کې ئې د وحشي صهیونیسټي رژيم له اقداماتو سره په مقابلې کې د ملګروملتو په څير پر نړیوالو ټولنو او د حکومتونو په سترو لټَیو سختې نیوکې وکړې او وې وئيل؛ جنګ یو لړ قوانین او حدود لري او داسې نه ده چې په جنګونو کې ټول حدود تر پښو لاندې شي،خو پر نیواکي ټاټوبو و اکمن جنایتکار چینل، ټول حدود او قواعد تر پښو لاندې چخڼي کړي دي.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د جنایتکار رژيم په مقابل کې د حکومتونو په تیره بیا د اسلامی حکومتونو دریدا او د دغه جلاد رژيم په ضد دیوه نړیوال ائيتلاف جوړیدا ضروري وبلله او وې فرمائيل؛ مقاومت د اقتصادي مرستو د غوڅولو په معنا نه دی، ځکه چې څرګنده ده له غاصب رژيم سره مرستې یوه ترټولو لویه او ترټولو بده ګناه ده ، بلکې کلکه دریدا او مقاومت ،یعني د هغه خبیث رژيم په مقابل کې چې ترټولو وحشي ډوله جنایتونه کوي،د یوه سیاسی،اقتصادي او د ضرورت په بڼه کې پوځي نړیوال ائيتلاف جوړیدا ترسره شي.
دوي همداراز د امنیت د شهیدانو محترمو کورنیو ته په خطاب کې دغه شهیدان د حق د لارې ترټولو غوره شهیدانو برخه وبلله او د ټولنې په ټولو چارو او د خلکو د ژوند په ټولو اړخونو کې ئې د امنیت د بیخ بینائيو اهمیّت ته په اشارې سره ټينګار و کړ،یوازې یو قدرتمن او پياوړی ایران د هیواد او ملت امنیت او پرمختګ تامینولی او تضمینولی شي،پر دې اساس ایران باید ورځ تر بلې په ټولو اقتصادي،علمي،سیاسی،دفاعي او مدیریّتي اړخونو کې لا پياوړی شي.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود، ملی قدرت د ایران د کراره کیدا یوازینۍ لاره وبلله او وې وئيل؛ د هیواد او ټولنې د امنیت د پياوړي کولو او د ایران د پرمختګ لپاره باید له ټولو اقتصادي، عملي، دفاعي،سیاسی اومدیریتي او نورو اړخونو له پلوه لاپیاوړی او مضبوط شو.