ایکنانیوز د سی بی سی له قوله راپور راکړ،په اونتاریو ایالت کې د لندن پولیسو دنفرت جرمونو د یونټ پلټونکي ،د مسلمانانو په ضد دنفرت خورونکي حملې سره په ارتباط کې دیوه شکمن انځور خپور خپور کړ.
د پولیسو په وینا، شکمن چې کابو پنځوس کلن سپین پوستۍ کس بلل کیږي،ظاهرا هغه مسلمان کس ته چې له خپلې کورنۍ سره یو ځاي ؤ،سپکې خبرې کړي دي.
هغه بیا پر هغه کس حمله و که او کابو تر شلو منټو پورې په هغه ځاي کې پاتې شو او بیا په سائيکل سره له هغه ځایه لاړ.
دغه پيښه دکینیډا د ملی شورا په وسیله ، د لندن ښاردار جاش مورګن او ددغه هیواد لومړی وزیر جاستیّن تروډو په وسیله په ټولنیزو چینلونو کې له محکومیّت سره مخ شوې ده . دوي دغه حمله دنه منلو وړ بللې ده.
د کینیډا د مسلمانانو ملی شورا د تیرې دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې دغه حمله یوه ډيره وحشتناکه او ا ندیښمنونکیې بللې ده . په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، یوازې څو کاله مخکې په لندن کې یوه مکمله مسلمانه کورنۍ د هغه نفرت او کرکې په دلیل چې پیزواني شوې نه وه ، ووژل شول . په تیر یوه کال کې مونږ شاهد یوو چې مسلمانې کورنۍ لازیاتې په لندن کې له کرکیجنو حملو سره مخامخ دي .
پولیسو راپور ورکړی، دغه قرباني شوي کس جزئي تپونه درلودل او طبی خیال ساتنې ئې خاص ضرورت نه درلو، چارواکو له هر هغه چا چې ددغه شکمن په باب ا طلاعات لري ، غوښتي ، له پولیسو سره تماس ونیسي.
د جمعې په ورځ چارواکو شکمن کس په یوې حملې تورن کړ. پولیسو تایئد کړه چې هغه هماغه راز په بند کې دی او ټاکل شوې ده ددغو تورونو په دلیل په عدالت کې حاضر شي.