ایکنانیوز راپور راکړ، د سپاه پاسدارانو دعمومی قوماندان جانشین سردار علی فدوي پرون مازدیګر دشهید حسن نصر ا...،شهید نیلفروشان او شهید هاشم صفی الدین دشهادت د څلویښتۍ ددستورو په څنډې کې د خبریالانو په ټول کې ووئيل، شهید حسن نصر ا... په مقاومتي چورلیز کې بې بدیله رول ولوبوۀ.
سردار فدوي ووئيل، شهید حسن نصر ا... د یوه دینی طلبه په عنوان سره ډیره وده او لوړ مزل وکړ او دغه راز ئې دمقاومت د مبارزانو په روزنې او وده ورکونې کې ځانګړی رول ولوبوۀ
سردار فدوي ددې خبرې په کولو سره چې د فلسطین د مقاومت د شهیدو مبارازانو شمیر له هغه څه ډیر کم دی چې د صهیونیسټانو په وسیله اعلان شوی ، ووئیل؛ صهیونیسټي جنایتکاران په فلسطین هرډول جنایتونه کوي اوله بده مرغه څه دپاسه شل زره ماشومان او زلمیان ئې شهیدان کړي دي.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې صهیونیسټان دمقاومت له مبارزانو سره دمقابلې توان نه لری ووئيل، خلک دې د صهیونیسټانو جنایت ته د ځواب په تمه ووسي.