د ایران د خراسان رضوي د اوقافو او د خیریه چارو د عمومي ادارې د قرآني چارو مدیر جعفر حسیني له خراسان رضوي څخه له ایکنانیوز سره په خبرو کې ووئيل؛ د مشهد په کوربتوب سره دایران د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د یو څلویښتم پړاؤ ترسره کیدا ته په پآم سره، د سیالیو ددغه پړاؤ د اجرائي کمیټې غونډې پیل شوې دي.
هغه زیاته کړې ده ؛ پر دې اساس د ایران د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو ددغه پړاؤ د کمیټې لومړنۍ غونډه
د د خراسان رضوي ولایت د اوقافو او خیریه چارو د ادارې دعمومی مدیر حجةالاسلام محمد احمدزاده ، د سیالیو د کمیټې دمشر حمید مجیدي مهر او ددغو سیالیو د ددي پړاؤ د هیواد او ولایتي اجرائي کمیټې غړو د ولایت د اوقافو د عمومي ادارې د شهید جاوداني په هال کې ترسره شوه.
حسینی ووئيل؛ همداراز د قدس رضوي آستان او د اوقافو او خیریه چارو د ادارې مشترکه غونډه هم د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د یوڅلویښتم پړاؤ د ترسره کیدا په موضوع سره درضوي مطهر حرم د لوړپوړي مدیر او دکمیټې د مشر او د د سیالیو د دغه پړاؤ د هیواد او و لایتي اجرائي کمیټې دغړو په شتون سره د مقدس رضوي حرم د غونډو په هال کې ترسره شوه په دې باب پکې بحثونه او د نظر تبادلې وشوې.
هغه ووئيل، د قرآن کریم د نړیوالو سیالی ویوڅلویښتم پړاؤ به د روان کال په سلواغې میاشت کې په مشهد مقدس ښار کې ترسره شي.