IQNA

اوس‌مهال په افغانستان کې ۱.۴ میلیونه نجونې له زده‌کړو بې ‌‌برخې دي

13:41 - November 09, 2024
د خبر لمبر: 3490128
ایکنا - په افغانستان کې د ملګروملتو نمایندګۍ په یوې بیانیې کې ویلي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د څه باندې یوولسو زرو ښځینه ښوونکو له تقاعد سره به، افغانستان د هغوی لپاره ځای ناستی ونه‌لري.

ایکنانیوز د پارس ټوډې  له قوله راپور راکوي،په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت ویلي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې له یوولس زرو څخه د زیاتو ښځینه ښوونکو په تقاعد سره به، افغانستان د هغوی لپاره بدیل ونه‌لري.

یادې ادارې په یوه بیانیه کې ویلي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د څه باندې یوولسو زرو ښځینه ښوونکو له تقاعد سره به، افغانستان د هغوی لپاره ځای ناستی ونه‌لري.

په‌دې بیانیه کې راغلي چې د ښوونکو په شمېر کې د دومره کمښت په پام کې نیولو سره به، لا زیاتې نجونې په ښوونځیو کې له باکیفیته زده‌کړو بې‌‌برخې شي.

یو‌شمېر ښځینه ښوونکې هم وايي، د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو د بندیزونو دوام به نه یوازې د زده‌‌کړو په برخه کې ناوړه اغېزه ولري، بلکې د ټولنې هره برخه به د ښځينه مسلکي کارکوونکو له کمښت سره مخامخ شي.

دا په‌‌داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر وړاندې د هر ډول زده‌کړو دروازې تړل شوي دي.

د ملګروملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې یا یونسکو په‌دې وروستیو کې ویلي وو چې، اوس‌مهال په افغانستان کې ۱.۴ میلیونه نجونې له زده‌کړو بې ‌‌برخې دي او که پر زده‌‌کړو دا محدودیتونه تر ۲۰۳۰م کال پورې دوام وکړي، تر ۴ میلیونه زیاتې نجونې به اغېزمنې کړي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154066

captcha