IQNA

د غزې د جنګ دختمولو لپاره له ټرمپ څخه د امریکائي –اسلامی اړیکو شورا غوښته

10:54 - November 10, 2024
د خبر لمبر: 3490134
ایکنا – د امریکایی- اسلامی اړیکو شورا د امریکا د ولسمشرۍ د وروستیو انتخاباتو له ګټونکي ډونالډټرمپ څخه غوښتي دي څو په هغې ژمنې چې د غزې دجنګ دختمولو په باب ئې کړې ده،عمل وکړي.

ایکنانیوز د آناتولی له قوله راپور راکوي،د امریکائي- اسلامی اړیکو شورا د امریکا  له نوي منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ څخه غوښتي دي څو په غزې تړانګې کې د صهیونیستي رژيم د ویجاړونکي جنګ د ختمولو پشمول  له هیواده په بهر کې  سولې ته د رسیدا لپاره دې د خپلې انتخاباتي وعدې پوره کول په لومړیتوب کې راولي.
د امریکائي- اسلامی اړیکو دشورا  مدیر نهاد عوض په یوې اعلامیې کې د ډيموکراټيک ګوند چارواکو ته په خطاب کې ټينګار کړی دی، څو له کاملا هریس څخه د مسلمانو راي ورکونکو له نه ملاتړه دې درس واخلي، ځکه چې د امریکا مسلمانانو له دې لارې په غزې کې د صهیونیستي رژيم  له نسل وژنې سره خپل مخالفت نندارې ته وړاندې کړ.
 هغه روښانه کړې ده؛مونږ له ټولو منتخب شوو چارواکو  تمه لرو ،صادقانه دې مسلمانو راي ورکونکو  اندیښنوته جدی پام او ارزونه وکړي او په دغې غوښتنې کې نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونالدټرمپ په سرکې دی.
هغه دې ته په اشارې سره چې ټرمپ په غزې کې د وینې بهیدا د درولو وعده کړې ده ،ووئيل، ټرمپ بابد پخپلو انتخاباتي ژمنو عمل وکړي،او د غزې تړانګې دجنګ دختمولو پشمول له هیواده په بهر کې دې د په سولې پسې شي، خو دغه سوله باید د عدالت، آزادۍ او د فلسطین د خلکو لپاره د یوه هیواد په جوړامشتمله او واقعي وي.
ډونالډټرمپ  په میشګن ایالت کې پخپل انتخاباتي کمپاین کې په یوې وینا کې چې په دغه ولایت کې ډير زیات مسلمانان او عربان ژوند کوي، وئيلي چې دهغه ډيموکراټ سیالې کاملا هریس خپل انتخاباتي کمپاین د امریاک د پخوانی ولسمشر د مرستیال ډيک چیني  له لور (لیز چني ) سره رهبری کړ او ډیک چني هغه کس دی چې تقریبا مینځني ختیځ سیمه ئې تباه کړې ده.
هغه مدعی شوی ؛که کامله هریس بریالی شي،نو یوازې مرګ او کنډوالې به وي او زه د سولې کاندید یم.
د یادولو ده چې ډیک چني په عراق د حملې په وخت کې د زوي جارج بش د مرستیال په توګه فعالیت کاوه.
https://iqna.ir/fa/news/4246887/  

captcha