ایکنانیوز راپورر اکوي،د عراق د قرآن کریم د قرآن نړیوالو سیالیو د لومړي پړاؤ پایزې دستورې پرون د لړم د میاشتې په ۲۴ نیټه سهار ددغو سیالیو د برلاسه کسان ود معرفي او نازونې په خاطر ترسره شوې.
په همدې اساس په دغو سیالیو کې د ایران دوو نمایندګانو مهدي شایق او علی غلام آزاد د تحقیق د قرآئت او د ټول قرآن دحفظ په څانګو کې په ترتیب سره لومړۍ او څلورمه روتبه ترلاسه کړه.
د عراق د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو لومړی پړاؤ د لړم د میاشتې له نولسمې نیټې څخه د دنیا د څه دپاسه دیرشو هیوادونو د استازو په شتون سره په بغداد کې پيل شو او د لړم څلورویشتمې نیټې پورې ئې دوام وکړ.
په دغه پړاؤ کې چې د حفظ او قرآئت په دوو څانګو کې ترسره شو، د ایران د اسلامی جمهوریت پر دوو ګډون کونکو سربیره ،د ایران د قرآنی چارو دوو قاضیانو قاسم رضیعي او معتز آقائي هم د قضاؤت په ډلې کې شون درلود.
د قرآن دنړیوالو سیالیو لومړي پړاؤ د شیعه او سني وقف ادارو په ملګرتیا او د څه دپاسه دیرشو اسلامی او عربو هیوادونو دنمایندګانو په شتون سره ترسره شو.
https://iqna.ir/fa/news/4248179