IQNA

د فرانسوي او اسرائيلی فټبال ټیمونو د نندارچیانو ترمینځ سخته نښه شوې

10:47 - November 16, 2024
د خبر لمبر: 3490163
ایکنا – د فرانسې او اسرائيلو د فتبال لوبې په وخت د پاریس د پولیسو د امنیتی تدبیرونو په اپوټه  پلویان له یوه بل سره ونښتل او صهیونیسټي نندارچیانو دې ځل په ؛استاد دوفرانس ؛لوبغالي  کې پر فرانسوي نندارچیانوحمله وکړه.

اینانیوز د العالم له قوله راپور راکوي، د اروپائي ملتونو د  جام د سیالیو په چوکاټ کې  د فرانسې او صهیونیسټي رژيم  دفټپال ټیمونو  نندارچیانو چې د پنجشنبې په شپه  د پاریس په  ؛استاد دوفرانس سټيډيم کې ئې لوبه کوله ، سره ونښتل  او  بلوا او شخړو لوبه تر یوه وخت پورې وځنډوله او اخ وډب  دوام درلود.
فرانسوي نندارچیانو  د سیالس له پیلیدا مخکې او په غزې کې د فلسطینیانو له نسل وژنې سره د مخالفت او د قدس په ملاتړ کې په یوه خوله د صهیونیسټي رژیم د  سرود د خپریدا په وخت هائ هوي اوشورماشور جوړ کړ.

 

 

عبري ژبو رسندویو راپور ورکړی،د فرانسې او صهیونیسټي رژيم د فټبال لوبې له پیلیدا مخکې  فرانسوي نندارچیانو  په خپل ټول قدرت او زور سره اسرائيلي سرود سره د سختو امنیتی تدبیرونو او د اعتراضونو د ځپلو لپاره له ټولو هڅو سره سره، هیټ کړ او هائ هوئ ئې جوړ کړ.
 
د اسرائيلو ټيلیویژن او ریډیو هم راپور ورکړی، د پاریس  په دوفرانس سټیډیم کې د اسرائيلي او فرانسوي پلویانو ترمینځ  نښه  په داسې حال کې شوې چې د شاباک ادارې مشر رونین بار په پاریس کې شتون درلو څو پر امنیتی عملیاتو څارنه ولري.
 له دې مخکې هم په وروستیو شپو ورځو کې د فلسطینی مظلومو خلکو پلویانو د فرانسې او اسرائيلو  په سیالۍ باندې په اعتراض کې  څو ځله  مظاهرې او غونډې جوړې کړي دي او د وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم جنایتونه او وحشیتوب ئې  په کلکه محکوم کړی دی.
په راپور کې وئيل شوي دي امنیتی ځواک  لوبغالي ته د آرامښت دبیرته ستنولو لپاره د صهیونیسټي رژيم له پلویانو سره چې کابو تر یو نیم سل کسانو پورې وو،ونښت،خو د سټیډیم  فضا هماغه شان تاؤتریخجنه  وه. ځیني راپورونه ښئ چې له سټيډیم بهر هم نښتې شوي دي . داپه داسې حال کې دي چې ددغې لوبې له پيلیدا شل دقیقې وروسته دغه نښتې او هاي هوئ پیل شو او تر ډیره وخت پورې ئې دوام درلود.دا هم وئيل شوي دي چې د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون هم ددغې لوبې د لیدو لپاره سټيډیم ته ورغلی ؤ.

درگیری شدید تماشاگران فوتبال اسرائیلی و فرانسوی + فیلم
https://iqna.ir/fa/news/4248294

captcha