IQNA

د عمان مفتی د حزب الله او یمن د مجاهدینو دریځونه وستایل

10:52 - November 18, 2024
د خبر لمبر: 3490175
ایکنا – دعمان ستر مفتي  د صهیونیسټي رژیم  په وړاندې د فلسطین د مقاومت او د لبنان د حزب الله او د یمن د انصار الله  مقاومتي ځواکونو  د مقاومت او استقامت  په ستایلو سره ټينګار کړی دی چې  نړیوال  د مقاومتي چورلیز ددغو مبارزانو  له خوا د داسې سرښیندنې  شاهدان دي چې تر اوسه پورې ساری نه لري.

ایکنانیوز د عربی ۲۱ له قوله راپور راکوي، د عمان ستر مفیتي شیخ احمد بن حمد الخلیلي  پخبل ایکس ټولنیز چینل پاڼې کې د فلسطین ملت سره د مرسته رسونې او ملګرتیا  کې د یمن د وسلوال ځواک ددریځ په قدرونې اوستاینې سره  ولیکل،خداوندمتعال دې د یمن اتلوالو مبارزانو  ته خیر ورپه برخه کړي چې په داسې کلک او چورلټ هوډ سره چې سخت خنډونه  او غرونه هم نړوي ، له استکباري  ځواکونو سره  ئې مقابله کړې ده او ورته دوام ورکوي.
 دعمان مفتي په دوام کې  زیاته کړې ده ، په یمن کې پتمن ځواکونه  صهیونیسټانو او هغو کسانو ته  چې د دوی تر شا ولاړ دي، نه هیریدونکی درس ورکړی دی.
 الخلیلي د حزب الله د دریځونو او د هغو د اتلوال مجاهدینو د دریځ  او همدرااز دفلسطین د مقاومتي مبارزانو کلک او استقامت کونکي هوډ په ستایلو سره چې صهیونیسټي دښمن ئې له سخت مصیّبت او مرګونو سره مخ کړی دی ، ووئیل؛ قدرمنه غزه او د نیواکي لویدیځي غاړې ځوانان، د صهیونزم او هغو کسانو لپاهر  چې د هغوی تر شاولاړ دي ، د مرګ ځیری ورکوي.
 د عمان مفتي په دوام کې ټينګار کړی دی  چې نړیوال د مقاومتي چورلیز د مبارزانو  له خوا د داسې قربانۍ اوسرښیندنې  شاهدان دي [ې  هیڅ ساری نه لري.
الخلیلی  په پاي کې  د ویریدونکو ،بزدلانو او  هغو خاینانو  دریځونه چې  خپل وجدان ئې خرڅ کړی دی  او عزت  له خدای پرته نورو غواړي، په سخته محکوم کړل.
https://iqna.ir/fa/news/4248704   

captcha