IQNA

د افغانستان په بلخ ولایت کې یو چیني تاجر مسلمان شو

15:24 - November 21, 2024
د خبر لمبر: 3490195
ایکنا – د افغانستان د بلخ  د والی دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره  په دغه ولایت کې د یوه چیني تاجر د مسلمان شونې خبر ورکړ.

ایکنا نیوز د آوا له قوله راپور راکړی، د افغانستان د بلخ د والي دفتر  په دغې اعلامیې کې  په دغه ولایت کې د یوه چیني تاجر د مسلمان شونې په اعلان سره وئيل شوي دي؛دغه چیني تاجر  وانګ فیکي نومید چې له مسلمان شونې وروسته ئې نامه هم عبدالله محمد کیښودلې ده.
 د  مسلمان شونې د دلیل په باب د چین  دغه  ښاریز او تاجر وانګ فیکي وائي چې  دی له ارزونو او څیړنو وروسته  د اسلام ددین  په حقانیّت پوهه شوی او دغه دین ته ئې لیوالتیا پیدا کړې وه چې بلاخره هم ددغه پاک دین منونکی شو.
د افغانستان د بلخ د والی ویندوي عطاالله زید  هم ددغه چیني تاجر  د مسلمان شونې په باب  ووئيل؛ رسندوئې دنده لري  دغه خبر خپور کړي،ځکه چې د اسلام د پاک دین د حقانیّت ښودنه  کوي.
د وئیلو ده چې دغه چیني تاجر د افغانستان د بلخ  ولایت د ځاي حکومت په غږملتیا سره  فیصله کړې ده چې په دغه ولایت کې تولیدونکي کارخانې تاسیس کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4249160

captcha