ایکنا نیوز د ایلاف انټرنیټي پاڼې له قوله راپور راکړی، په داسې حال کې چې د اپيل نړیوالې محکمې د جنګی جنایتکار په توګه د صهیونیسټي رژيم د وحشی لومړی وزیر بینیامین نتن یاهو د نیولو په باب حکم صادر دکړی دی، د هالینډ پارلیمان د هغو جوماتونو دتړل کیدا لپاره رایه ورکړې ده چې د یهودیانو او صهیونسیټي رژيم د نابودۍ لپاره پکې دعا دودول کیږی چې دا چاره د نړۍ په زیاتره جوماتونو کې یوه عادي چاره ده.
د هالینډ د پارلیمان استازو همداراز د یهود ضده چارو د لاسختې سزا لپاره دوه بل قانون د مسودې د وړاندې کولو وړاندیز هم تصویب کړی او د اروپا د فټبال په سیالیو کې ئې د صهیونیستي رژيم د فټبال د ملی ټیم او په کلبونو کې د شتون دمخنیوي وړاندې رد کړی دی.
دهالینډ ؛دي ټلیګراف؛ ورځپاڼې ایشوا کړې ده،د هالینډ پارلیماني استازو د هغو جوماتونو د تړلو په باب وړاندیز ته چې د اسرائيلو دنابودۍ غوښته کوي، مثبته رایه ورکړې ده.
د هالینډ د پارلیمان غونډه په داسې حال کې ترسره شوې چې په امسټرډم کېد روانې میاشتې په لومړیو کې پر اسرائيلیانو باندې په حملو پسې د هالینډ د چارواکو او قانون جوړونکو ترمینځ ځینی مهم بحثونه شوي دي.
د هغو جوماتونو او موسیسو د تړل کیدا مسوده چې د صهیونیستي رژيم د نابودۍ لپاره دعا کوي،د ۵۸ پنځوسو منفی رایو په مقابل کې په ۹۱ مثبتو رایو سره تصویب شوې ده.
د هالینډ د پارلیمان استازو ګیرت ویلډرز،کارلیون ون ډر پلاس او کلوډی ون زانتنت دغه پریکړه لیک وړاندې کړی چې په هغه کې راغلی دي،د یهودی ضده اقداماتو لمسول کیدا او دی یهودي ضده چارو زیاتیدا ته په پام سره چې د یهودیانو د کړولو او اذیت کولو سبب شوي دي، دغه پریکړه لیک له حکومته غواړي،هغه سلفي جوماتونه او موسیسې چې د اسرائيلو او یهودیانو نابودي دودوي چټي کړي.
وینډر پلس په ایکس ټولنیز چینل کې لیکلي دي، مونږپه دغه کار سره له یهودي ضده بهیر سره په مبارې او د یهودي ټولنې په حفاظت کې یو پیاوړی ګام پورته کړی دی.
ګیرت ویلډرز د پارلیمان فیصله یوه تاریخي فیصله وبلله او یوه بل نماینده ون زانتن دغه پلان د هالینډ په جوماتونو کې د نفرت خورونې او د تاؤتریخوالی د دودولو په ادعا سره ووئيل؛ډير خوشال یم چې د هغو جوماتونو د بندولو لپاره چې نفرت خوروي او تاؤتریخوالو ته لمن وهي و مونږ وړاندیز تصویب شو.
https://iqna.ir/fa/news/4249795