IQNA

د پاکستان په پاړاچنار کې دتکفیریانو د ترهګرې حملې پر ضد پاکستانیانو مظاهرې وکړې

12:31 - November 23, 2024
د خبر لمبر: 3490201
ایکنا - په لسګونو زره پاکستانيو مظاهره چیانو د جمعې په ورځ له جمعې  لمانځه وروسته د اسلام آباد په ګډون د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې،د پاړه چنار د اهل تشیع پر اوسېدونکو د پرلپسې ترهګریزو بریدونو په اعتراض کې لاریون وکړ.

ایکنانیوز د پارس  ټوډې له قوله ر اپور راکوي،د خبر له مخې،لاریون کوونکو د تکفیري وسله والو او تکفیریانو پر ضد د شعارونه په ورکولو سره،د پاړاچنار ښار د کړکېچن وضعیت په اړه یې د پاکستان له حکومت او پوځ څخه د سمدستي غبرګون غوښتنه وکړه،چې په وروستیو کلونو کې هم ددغه سیمې د اهل تشیع پر ضد څو ترهګریز بریدونه شوي دي.
په دغو غونډو کې موجود پاکستاني شخصیتونو ټینګار وکړ ترهګر عناصرو په پاړاچنار ښار کې د ناکراریو له زیاتېدا څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هڅه کوي چې د مذهبي ډلو د پیروانو ترمنځ سلوې او زغم ته تاوان ورسوي.

 


د پاکستان په شمال لوېديځ کې د پاړه چنار – پيښور په سړک د کوزې کورمې په بګن،اوچت، منمدوري او چارخیل سیمو کې له بیښوره د پاره چنایر په لور او له پاراچناره د پیښور په لور په تلونکي رسمي  کاروانونو پر  کابو دوه نیم سوه مسافري  ګاډوباندې د تېرې پنجشبنې په ترهګریز بريد کې لږ تر لږه۴۵  تنه ووژل شول او په لسګونه تنه نور ټپيان شول. چې د ځینو ټپیانو حالت نازک ښودل شوی دی.
 د پاکستان اهل تشیع  او نورو مسلمانانو د دغه ترهګریز  او غیر انساني بریدبرید په غندنې سره  پر حکومتی او پوځی چارواکو غږ کړی  څو خپل رټ دې قایم کړي او په دغو سیمو کې  دې د تکفیری ترهه ګرو او دهغوي د سهولت کارو  د فعالیّتونو د مخنیوي لپاره دې فوري لاس په کار شي ،که داسې نه وي، نو ممکنه  ده بیا حالاتو کنټرول  به هر چا له لاسه ووځي. دپاکستان اهل تشیّع  ملت په دې مناسب په درست هیواد کې  درې ورځنی  ویر اعلان کړی دی.


https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i154538  

captcha