IQNA

د نتنیاهو د نیولو حکم کافی نه دی باید د پانسۍ فیصله ئې صادره شي

16:43 - November 26, 2024
د خبر لمبر: 3490216
ایکنا - د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي له زرګونو بیلابیلو بسیجي پرګنو سره په کتنه کښې په دې خبرې سره چې بسیجي مکتب او تفکر په خدای باندې باور او په ځان باندې د باور په دوو بنسټونو ولاړ دی ډاګینه کړه: دغه دوه ښه خصوصیات به د نړیوال استکبار په سیاستونو او پلانونو باندې د پریکنده غلبې عامل وي. بنسټونو ولاړ دی ډاګینه کړه: دغه دوه ښه خصوصیات به د نړیوال استکبار په سیاستونو او پلانونو باندې د پریکنده غلبې عامل وي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د اسلامي انقلاب ستر لارښود امام خامنه اي بسیج ځواک ذاتا یوه کلتوري ، ټولنیزه او پوځي شبکه جوړونه وبلله او په ایراني او تاریخي هویت کښې د جرړه د لرونکي  او د اصالت په علت د بسیج ماندګارۍ ته په اشارې سره وویل: امام خمیني رحمت الله علیه د امریکا د جاسوسۍ د ځالې له نیولو کابو درې اونۍ او د امریکا له دړوکو وروسته د دیارلس سوه اته پنځوسم هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په پینځمه نیټه د بسیج ځواک په جوړولو سره هغه ستر ګواښ په یوه ستر فرصت بدل کړ او د هیواد په ټولنیز، کلتوري او پوځي ځمکه کښې یې دغه سپیڅلي ونه ولګوله.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د ملتونو له وسونو انکار کول او د هغوې سپکاوی د سلطه ګرانو همیشنی سیاست وباله او زیاته یې کړه: د قران کریم د ایتونو پراساس فرعون د خپل ملت سپکاوی او توهین کاوه چې د هغه اطاعت وکړي البته فرعون د امریکا او د اروپا د نن ورځې له سلاطینو شریف و ؛ ځکه چې امریکا او اروپا د نورو ملتونو سپکاوی کوي چې د هغوې ګټې او سرچینې چورتالان کړي.

امام خامنه اي ، بسیج د دغه ملي سپکاوی مقابل ټکی وباله او د قاجار او د پهلوي باچاهانو په حکومتونو کښې د ایران سپکاوي کولو ته په اشارې سره یې ډاګینه کړه: له لومړي نړیوال جنګ وروسته حتی د ایران استول شوي پلاوي ته یې د پاریس کانفرنس ته د ورتلو اجازه ورنکړه؛ البته اسلامي انقلاب هر څه بدل کړل او ملي عزت یې احیا کړ.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود د شل فیصده یورانیمو د تامینولو په مسله کښې د اتیایمې لسیزې په وروستیو کښې د امریکا له خباثت څخه د ډکې دسیسې شنډول د بسیجي روحیې د رول لوبولو بله بیلګه وبلله او جوته یې کړه: په داسې شرایطو کښې چې ایران د درملو د  جوړولو لپاره د شل فیصدو په اندازه پخو شویو یورانیمو ته سخت ضرورت درلود امریکا د دنیا د هغه وخت د دوو ولسمشرانو په مینځګړیتوب سره د دغو یوارنیمو په ایران د خرڅولو لپاره موافقه کړي  وه د خبرو اترو په مینځ کښې د پلمو لټول پیل کړل خو د  شهید شهریاري په شمول ایران بسیجي ساینس پوهانو د امریکا د ناباور کولو په بهیر کښې د شل فیصدو په اندازه یورانیم پاخه کړل او هغه دسیسه چې د ایران د تسلیمیدا لپاره پلان شوي وه شنډ شوه.

هغه حضرت د سیمې د هیوادونو لپاره د امریکا له پلان خبریدل او د هغې په مقابل کښې دریدل په سیاسي زمینه کښې د بسیج ځواک د پیاوړتیا یو بل عامل وباله او ویې ویل: په سیمه کښې د خپلو ګټو د تامینولو لپاره د امریکا ښه څیره په هیوادونو کښې د ظلم او د یکتاتورۍ یا ګډوډۍ او د انارشیزم رامینځته کول دي.

حضرت ایت الله خامنه اي دغه راز د فلسطین او د لبنان روانو مسائیلو ته په اشارې سره وویل: بې وقوفان دې دا خیال ونکړي چې د خلکو په کورونو ، روغتونو او غونډو باندې بمباریانې کول د دوې د بریالیتوب نښه ده په دنیا کښې هیڅوک دغه بمباریانې بریالیتوب نه ګڼي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په غزې او لبنان کښې دښمن له خپلو ټولو جنګي جنایتونو سره سره بریالی شوی نه دی او نه به بریالی شي زیاته کړه : هغه حکم چې د اسرائیلو د لومړي وزیر د نیولو لپاره صادر شوی کافي نه دی  باید د هغه د اعدام او د اسرائیلو د جنایتکاره مشرانو د اعدام حکم دې ورکړل شي.

هغه حضرت په غزې او لبنان کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونه د جنایتکاراتو د غوښتنې په اپوټه د مقاومت د پیاوړي کیدا او زیاتیدا سبب وبلل او زیاته یې کړه د فلسطین او د لبنان غیرتمن ځوانان چې د هر صنف دي کله چې ویني که هغه د  مبارزې په میدان کښې وي او که نه وي له بمباریو او د مرګ له خطر سره مخامخ دي او هغوې د ځانونو لپاره له مقاومت او مبارزې پرته بل څه پاتې نه ویني؛ پر دې اساس جنایتکاره بې وقوف کسان په حقیقت کښې په خپلو لاسونو د مقاومت د جبهې د پراخولو په حال کښې دي.

حضرت ایت الله خامنه اي د مقاومت د جبهې پراخول پریکنده ضرورت وباله او ټینګار یې وکړ  که څه هم د مقاومت جبهه نن سبا پراخه شوي ده خو سبا به څو برابره نوره هم پراخه شي.

https://parstoday.ir/ps/news/event

captcha