اسلامی ایران د هیوادونو ترمینځ دګډسوله ایز ژوند د لوړتیا لپاره د خبرواترو ملاتړی دی
زمونږخبریال د ایرنا له قوله راپور راکوي، دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي ووئيل،ایران په مخینه لرونکي او بډاي تمدن او کلتور څخه په برخمنیدا سره د هیوادونو ترمینځ د سولې او ګډ سوله ایز ژوند دلوړتیا لپاره دخبراترو او تعامل ملاتړی او جارچي دی.
عباس عراقچی پرون په پرتګال کې د ملګروملتو د تمدنونو د ائيتلاف د ټولنې په لسمې ناستې کې پخپلې وینا کې د سیمه ایزو بدلونونو او سولې د موضوع په باب د ایران ددریځونو په بیانولو سره د فلسطین د مظلومو خلکو د نسل وژنې اوقتل عام له امله انساني بوږنونکي غمیزې ته اشاره وکړه او د صهیونیستي وحشي رژيم ددوامدارو جنایتونو په تیرو ۱۴ میاشتو کې ئې د نړیوالو اورګانونو په بې عملۍ سختې نیوکې وکړې.
عراقچی ووئيل، د صهیونیسټ رژیم جنایتونه او وحشیتوب ، نړیواله ټولنه د یوه جدی امتحان په وړاندې درولې ده او د ملګروملتو د امنیت شورا ، د انصاف نړیوالې محکمې او د نړیوالې جنائي محکمې په څیر نړیوال اورګانونه د بشری حقوقو او نړیوالو حقوقو د جدی خلاف ورزیو په وړاندې پخپلو اصولي او بنیادي مسئولیّتونو باندې په عمل کې پاتې راغلي دي.
د ایران خارجه وزیر په لویدیځي آسیا سیمې کې اوسنیو انساني بوږنونکو حالاتو ته له پامه پرته په نړۍ کې د سولې او ثبات ټينګیدا ناممکنه وبلله او ددې خبرې په کولو سره ئې چې صهیونیسټي جنایتکار رژیم په تیرو څو لسیزو کې د فلسطین د ملت په له مینځه وړلو پسې دی ، ټينګار وکړ، نړیواله ټولنه ددغه استعماري اوتوکمپالې پروژې د درولو لپاره فوري او هر اخیزو اقداماتو غوره کولو ته اړتیا لري او امریکا او نور هغه هیوادونه چې د اسرائیلو له جنایتکار او تیریګر رژیم څخه سیاسی او وسلوالو ملاتړونو ته دوام ورکوي، د دوي شریک او ملګري ګڼل کیږي او باید ځواب ویونکي شي.
د ایران خارجه وزیر همدرااز د فلسطین د خلکو له نسل وژنې سره د مقابلې په باب د انصاف نړیوالې محکمې د موقته فیصلو د بشپړ اجرا او هم د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو د نیولولپاره د نړیوالې جنائي محکمې له خوا د صادر شوي حکم د فوري اجرا غوښته وکړه او وې وئیل، د صهیونیستي رژیم د لیونتوب د کنټرولولو او ځواب وینې لپاهر له پریکنده او عملی اقدام پرته به ، د ملګروملتو اعتبار او احترام او د دوي لوړ ارزښتونه ونه ساتل شي.
https://iqna.ir/fa/news/4250728