IQNA

د فلسطین په غزې کې په هرو ۳۰ دقیقو کې یو فلسطینی ماشوم شهید کیږي

6:32 - November 27, 2024
د خبر لمبر: 3490220
ایکنا- د تېر کال د اکټوبر د میاشتې په اوومه نېټه پر غزې د صهیونیسټي رژیم د حملې له پیله تراوسه  د فلسطین په غزې  تړانګې او لویدیځي غاړې کې  ۱۷۴۰۰ فلسطینی ماشومان شهیدان شوي دي.

زمونږخبریال  د پارس  ټوډې له قوله راپور راکړی، د فلسطین د اطلاع رسونې  د مرکز په یو راپور کښې وئيل شوي دي،: د صهیونیسټی رژیم په لاسو د ۱۷۴۰۰ فلسطینی ماشومانو شهادت د دې ښودنه کوی چې د غزې په تړانګه کښې په هرو دېرشو دقیقو کښې یو ماشوم شهید کیږی.

د ایران د راډیو او ټیلیویژن د خبری آژانس په حواله د پارس ټوډی د خبر له مخې ، د فلسطین د اطلاعاتو د مرکز راپور وایی: له دغو شهیدانو څخه ۷۱۰ تنه فلسطینی ماشومان چې عمرونه یې له یو کال څخه کم وو، په جنګ کښې زیږیدلی او په جنګ کښې شهیدان شوی دی.

دغه راپور زیاتوي: د دغو شهیدانو له ډلې ۱۷۹۳  له ۱ تر درې کلنۍ، ۱۲۰۵ یې له ۴ تر پنځو کلونو، ۴۲۰۵ یې له ۶ تر ۱۲ کلونو او ۳۴۴۲ یې له ۱۳ تر ۱۷ کلونو پورې عمرونه درلودل.

د یادولو وړ ده چې د فلسطین د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې د تیر کال د اکټوبر د میاشتې په اوومه نیټه په غزې د صهیونیسټي رژيم د حملې له پیله تراوسه ۴۴۲۳۵ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۰۴۶۳۸ نور ژوبل شوي دي. دا هم وئیل شوي  چې ددغو مرګ ژوبلو زیاتره قربانیان ښځې او ماشومان دي.

https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i154668

captcha