ایکنانیوز راپور راکوي،د فلسطین له ولس سره د پیوستون د نړیوالې ورځې نومول چې د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ پهسویله ترسره شوې،د ۱۹۷۷کال د نومبر ۲۹ نیټې ته ورګرځي.
ددغه مناسبت د درنښت په چوکاټ کې،په ملګروملتو کې او همداراز په غړوهیوادونو کې د فلسطین د نمایندګۍ په ملګرتیا سره د فلسطنیانو د حقوقو په باب هرکل یو نندارتون ترسره کیږي.
سږکال په ملګروملتو کې د؛ فلسطین؛ په غزې کې د انساني بحران؛ په عنوان سره یو نندارتون ترسره شو.
له فلسطین سره پیوستون،د ورځې یو ضرورت!
دغه ورځ د فلسطین دمظلومو خلکو د حقوقو په احقاق کې دنړیوالو ټولنو دلټۍ یادونه کوي. په عین حال کې د فلسطین د قضیې په عادلانه حل کې د سیاسی فیصلې کونکو له ناکامۍ سره سره،د فلسطین له ولس سره پیوستون په دوامدار ډول او په درستې نړۍ کې دنړیوالو غورځنګونو او د ولسی فعالانو،او مدني ټولنې د لوبغاړو په وسیله په کلام اوعمل کې په لوړ غږ سره بیان شوی دی.
په درستې نړۍ کې مدني فعالانوپه غزې کې د جنګ او کلابندۍ د ختمولو او د اسرائيلو د آپارټائيډ د پاي لپاره د پراخو کمپاینونو په څیر په اقداماتو سره، په نړیوالو سپورټي پيښو څخه د اسرائيلي رژیم څنګةکیدا او د بایکاټ له غورځنګه ملاتړ او د بی ډي ایس په نامې سره داسرائيلو د بندیز او بایکاټ له غورځنګه د ملاتړ هڅه ئې کړې ده، د صهیونیستي نیواکګرو د سلطې لاندې د خلکو له حقوقو خپل ملاتړ وښئ.
د فلسطین د آزادۍ د آرمان د ملاتړو لپاره د فلسطین له ولس سره پیوستون داسې شی نه دی چې په کال کې یوځل بیا یا ورباندې ټينګار وشي. پیوستون هره ورځ او د هرې ورځې په ژوند کې پيښږی. پردې اساس،د دوي د لیدتوګې په اساس بدبیني او ناامیدي او انهیلیتوب هیڅ معنا نه لری.دغه ورځ د فلسطین له ولس سره د پيوستون د څرنګوالي په باب د فکر وړ او د پوهونې لپاره په یو وخت بدلیدلی شي.
https://iqna.ir/fa/news/4251200