IQNA

په غزې تړانګې کې د شهیدو خبریالانو شمیر له ۱۹۰کسانو زیات شو

11:05 - December 03, 2024
د خبر لمبر: 3490248
ایکنا - په غزې کې حکومتي رسندوئي دفتر په یوې اعلامیې کې  و،ئيل،د تیر کال په اکتوبر کې په غزې د صهیونیسټي رژيم د تیریو له پیل وخت راهسې  تراوسه پورې  یو سل دوه نوي فلسطینی خبریالان  شهیدان شوي دي.

  ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړی،د فلسطین په غزې تړانګې کې  د حکومتي رسندویو دفتر په اعلامیې کې وئيلي دي، د قدس نیوز رسانۍ دخبریال میسره صلاح  په شهادت سره ، د۲۰۲۳کال د اکتوبر له اومې نیټې راهسې  د وحشي صهیونیسټي رژیم  د جنګ  د پیلیدا له وخت راهسې  تر وروستیو پورې  د فلسطینیو شهید شوو خبریالانو شمیر یوسل دوه نوي کسانو ته رسیدلی دی.

په غزې کې د حکومتی رسندویو دفتر د صهیونیسټي رژيم د وحشي پوځ  په لاس  د فلسطنییو خبریالانو ترور او وژلې په سخته محکومې کړي او دغه رژيم ئې  ددغو بوږنونکو جنایتونو  مسئول بللی دی.

دغه دفتر پر نړیوالې ټولنې او نړیوالو اورګانونو  او دغه راز په نړۍ کې د خبریالئ له څانګې سره پر اړونده اورګانونو غږ کړی څو صهیونیسټان دې له نیواکګرۍ وغړوي ، دوي دې په نړیوالو   محکمو کې  د دوامدارو جنایتونو په دلیل محاکمه کړي او پر دوي دې دباؤنه واچوي څو  د فلسطینیو  خبریالانو دترور، قتل او نسل وژونکي  جنایتونه ودروي.

د صهیونیسټ رژیم پوځ  د  خبریالانو او  مطبوعاتي  کارمندانو  د ژوند دساتنې لپاره  له خپلو مسئولیّتونو سره سره ، تل دوي  او رسندوئي موسیسې ټارګټ کړي ، ترور کړي او تخریب کړي دی. په غزې کې  د حکومتي رسندویو ددفتر عمومی مدیر  ا سماعیل الثوابته په وینا، نیواکګرو په غزې  تړانګې کې دجنګ په اوږدو کې څه  دپاسه ۸۷ رسندويی مرکزونه او اورګانونه  په کنډوالو بدل کړي دي، څو د دوي جنایتونه او بوږنونکي اقداماتو څخه نړیوال خبر نشي او د دوي پر وحشي ډوله اقداماتو برغولی کیښودل شي. خو اوس وخت ترې تیر شوی دی.

وحشي صهیونیستي رژيم د تیر کال  د اکتوبر له اومې نیټې وروسته په غزې تړانګې او لویدیځي غاړې بې آمانه بمبارۍ او توغندوي حملې  هماغه راز جاري ساتلي دي او په تیرو کابو څوارلسو میاشتو کې ئې  تردې دمه  کابو ۴۳زره بې ګناه فلسطنییان شهیدان کړي او څه دپاسه یو لک اوه زره نور  ئې ټپیان کړي دي چې زیاتره قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي .

https://iqna.ir/fa/news/4251713

captcha