IQNA

د طالب حکو مت وروستۍ پرېکړه به د افغانستان پر روغتیايي سیسټم ناوړه اغېز وکړي                           

9:37 - December 05, 2024
د خبر لمبر: 3490264
ایکنا - د افغانستان حکومت په درست افغانستان کې پرانجونو د ښونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي دي او اوس ئې پر انجونو د طبي انسټیوټونو دروازې هم وتړلې چې په افغانستان کې به دمیرمنو پر روغتیائي برخې ديرې ناوړه اغیزې وشیندي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یومانا ویلي چې د طالبانو له خوا د نجونو پرمخ د طبي انسټيټوټونو تړلو پرېکړه به په افغانستان کې د روغتیايي پاملرنې پر سیسټم او د هېواد پر پراختیا ناوړه اغېز ولري.

یوناما پرون د لیندۍ پر ۱۴مه په یوې خپرې کړې اعلامیې کې ویلي چې له دغې پرېکړې ژوره اندېښنه لري.

په اعلامیې کې راغلي: «د افغان ښځو او نجونو او د هېواد د خلکو پر ژوند باندې د راپور شوي لارښود منفي اغېزو ته په پام، یوناما له واکمنو چارواکو غوښتنه کوي چې د دغه لارښود تطبیق باندې له سره غور وکړي.»

یاد بنسټ ویلي چې له رسمي لارو به د دغو راپورونو تائید ته دوام ورکړي او تر اوسه یې رسمي تائید ترلاسه کړی نه دی.

تازه د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده امر کړی چې تر بلې خبرتیا دې د نجونو پر مخ د طبي انسټيټوټونو دروازې وتړل شي.

دغې پرېکړې ته پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه ښودل شوي دي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154946

captcha