IQNA

د پاکستان په پېښورکې؛مړۀ دې وې اسراییل؛نومې لویه غونډه ترسره شو

16:40 - December 09, 2024
د خبر لمبر: 3490284
ایکنا - په پاکستان کښې د صهیونیسټ ضد ترټولو سترې غونډې په لړ کښې ددغه هیواد په زرګونو خلکو په پیښور کښې د( مرګ په اسرائیلو) تر عنوان لاندې مظاهره وکړه او په غزه او سیمه کښې یې دصهیونیسټ رژیم جنایتونه وغندل او فلسطین له زړورو او مظلوم ملت سره یې پیوستون څرګند کړ .

 ایکنانیوز د فارس له قوله راپور راکړی،په دغه صهیونیسټی ضد غونډې کښې چې د جمعیت علمای اسلام ف څانګې له خوا جوړه شوې او د پاکستان د خلکو،مذهبی او سیاسی مشرانو په پراخ شتون سره ګډونوالو د اسرائیلو او استعمار ضد شعارونه ورکړل او د صهیونیسټانو له جنایتونو ئې کرکه څرګنده کړه او د فلسطینیانو له حقوقو ئې خپل ملاتړ اعلان کړ.

په دغه کتنې کښې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د فلسطین په ملاتړ کښې د پاکستان د مسلمان ملت په هوډ ټینګار وکړ او د مسلمانانو په خلاف د صهیونیسټانو د بې ساري جنایتونو په دلیل  ئې د لویدیځي قدرتونو په ملاتړ نیوکه وکړه.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانمګې مشرمولانا فضل الرحمن وویل: په داسې حال کې چې لوېديځ په نړيوالو جګړو کې په ميليونونو انسانان ووژل، د فلسطين په ګډون د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د مسلمانانو وژلو ته دوام ورکوي،نو د پاکستان ملت لا هم د فلسطين او د دې مظلوم ولس په دفاع کې په خپل اصولي دريځ ټينګ ولاړ دی.

فضل الرحمن امريکا او اسرائيلي رژيم د بشريت قاتلين وبلل او پر اسلامي هېوادونو او نړيوالې ټولنې يې غږ وکړ چې د اسرائيلو د جنايتونو د سمدستي بندولو لپاره عملي اقدام وکړي.

د صهیونیسټی ضد  غونډې نورو ویناوالو هم په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونه او د دغه بشری جنایت لپاره د امریکا په شمول د لویدیځو هیوادونو د ملاتړ په غندلو سره له غزې تړانګې د ملاتړ او مرستې په برخه کښې د پاکستان له حکومت د جدی اقداماتو غوښتنه وکړه.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i155096

captcha