IQNA

  ډير زر به په ایران کې د افغانستان الیکټرانیکي پيژندپاڼو ویش پيل شي

6:58 - December 11, 2024
د خبر لمبر: 3490296
ایکنا -  د افغانستان د طالب حکومت د احصایو او اطلاعاتو د  ادارې ویندوي محمد حلیم رافع  په یولړ څرګندونو کې ووئیل،  د ایران له چارواکو او همداراز په تهران کې د افغانستان د سفارت له مسئولانو سره په غږملتیا کې په ایران کې د الیکټرانیک پيژندپاڼو د ویش درې مرکزونه د بشپړتیا په حال کې دي  او د هغو د کارکونکو د ګمارلو بهیر هم پاي ته په رسیدا دی.

ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپورورکړی،  د افغانستان د حکومت  د  احصایو او اطلاعاتو د ادارې ویندوي  وئیلي دي ، په ایران کې د افغان ښاریزو لپاره  د الیکټرانیک  پيژند پاڼو  د ویش د درو  مرکزونو د جوړیدا بهیر په نهائي کیدا دی.

 د افغانستان د طالب حکومت د احصایو او اطلاعاتو د  ادارې ویندوي محمد حلیم رافع  په یولړ څرګندونو کې ووئیل،  د ایران له چارواکو او همداراز په تهران کې د افغانستان د سفارت له مسئولانو سره په غږملتیا کې په ایران کې د الیکټرانیک پيژندپاڼو د ویش درې مرکزونه د بشپړتیا په حال کې دي  او د هغو د کارکونکو د ګمارلو بهیر هم پاي ته په رسیدا دی.

رافع  آوا خبری آژانس ته وئيلي دي ، په ایران کې د کډوالو لپاره  د الیکټرانیک  پيژندپاڼو  د ویشل د  مرکزونو مخ  کتنه،له اماراتو وروسته د طالبانو د حکومت د ا حصایو او اطلاعاتو  د ادارې  یو لومړیتوب  دی او  دهغو د ویش د بهیر د چټکتیا لپاره  هڅه روانه ده.

 هغه زیاته کړې ده،پر ایران سربیره ئ،د طالبانو حکومت هڅه کوي ، په پاکستان ،عربستان،ترکیې اودنړۍ په نورو هیوادونو کې هم د الیکټرانیک پيژندپاڼو دو یشلو مرکزونه جوړ کړي.

د افغانستان د حکومت د احصایو او اطلاعاتو د ادارط ویندوي  له افغانستانه په بهر کې  ددغه هیواد د ښاریزو لپاره د الیکټرانیک پیژندپاڼو  د صادرولو د بیّې په باب  هم ووئیل، تر اوسه پورې په ایران کې د پيژند پاڼو د صادرولو بیّه مشخصه شوې نه ده ، خو دغه بیّې  په اماراتو کې  50  ډالره  دي اواحتمال کیږي،  په ایران کې ئې هم بیّه  په همدغه اندازه وي.  

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1403/09/20/3216985

captcha