IQNA

لویدیځې رسنیۍپاکستانیانو ته د ایران ویرونکي څیره انځوروي

11:44 - December 12, 2024
د خبر لمبر: 3490301
ایکنا - د پاکستان د کویټه د ملي کتابتون مشر «عبدالغفار» د پاکستان د بلوچستان صوبې د یوه تر ټولو ستر او د مشهور کتاب پلورنځي په توګه ددغه کتابتون د معرفي کولو په ترڅ کښې وویل:د کویټه د ملي کتابتون اکثره مراجعین او عام خلک د ایران په هکله د کافي او د سمو اطلاعاتو د نه لرلو په خاطر له ناوړه تفاهم او کنجکاوې سره مخ دي.

ایکنانیوز د پارس ټوډی له قوله ارپور راکوي، د پاکستان د کویټه د ملي کتابتون مشر «عبدالغفار» د ایران له کلتوري اتاشي سره په کتنه کښې له فارسۍ ژبې او د ایران پیژندنې د کتابونو له مطالعې سره د دغه کلتوري مرکز د مراجعینو د دلچسپۍ خبر ورکړ.

د پاکستان د کویټه د ملي کتابتون مشر «عبدالغفار» په کویټه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري خونې له مسئول او کلتوري اتاشي «سید ابوالحسن میري»  سره په کتنه کښې د پاکستان د بلوچستان صوبې د یوه تر ټولو ستر او د مشهور کتاب پلورنځي په توګه د دغه کتابتون د معرفي کولو په ترڅ کښې وویل: د کویټه د ملي کتابتون اکثره مراجعین او ورتلونکي کسان او خلک د ایران په هکله د کافي او د سمو اطلاعاتو د نه لرلو په خاطر له ناوړه تفاهم او کنجکاوې سره مخامخ دي.

عبدالغفار په دې خبرې سره چې لویدیځو رسنیو د پاکستان خلکو ته د ایران شاته پاتې او ویرونکي څیره انځور کړي ده زیاته کړه : د پاکستان خلک په اینټرنیټي چینلونو کښې د ایران په علمي ، دفاعي بریاو او اوڅاره اقتصادي بیخ بنايي پرمختګونو حیرانه کیږي.

د پاکستان د کویټه د ملي کتابتون مشر په دوام کښې ډاګینه کړه: د کویټه ملي کتابتون ته ورتلونکي کسان د فارسۍ ژبې او د ایران پیژندنې د کتابونو له لوستلو سره ډیره دلچسپۍ لري خو له بده مرغه دا ډول  کتابتونه په کویټه کښې نشته.

په کویټه کښې د ایران د کلتوري خونې( خانه فرهنګ) مسوول او کلتوري اتاشي «سید ابوالحسن میري» هم په دغه کتنه کښې د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې د ایران د کتابونو د خرڅولو او د ویشلو لپاره د کویټه د ملي کتابتون د وړاندیز او چمتووالي د هرکلي کولو په ترڅ کښې وویل: هر کال په ایران کښې څه د پاسه یولک پینځلس زره عنوانه کتابونه په څه د پاسه یوسل شلو  میلیونو نسخو کښې خپریږي او د ایران ناشران او خپرندویه موسسې د فارسۍ او د ایرانیو کتابونو د لوستلو په هکله د پاکستان په تیره بیا د بلوچستان صوبې د خلکو زیاتې دلچسپۍ ته په پام سره د پاکستان په شمول په نورو هیوادونو په تیره د ایران په  ګاونډیو هیوادونو کښې د خپلو کتابونو د خرڅولو او د ویشلو هرکلی کوي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i155196

captcha