ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ،د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ بیګا د رایو په غوڅ اکثریّت سره،په غزې تړانګې کې د فلسطین داسلامی مقاومتی غورځنګ حماس او صهیونیسټي رژیم ترمینځ دایمي او بې قید او شرطه او فوری اوربند د پریکړه لیک مسوده تصویب کړه او د ټولو بندیانو د سملاسي خوشي کیدا غوښته ئې وکړه.
په دغه پریکړه لیک کې همداراز فلسطینیو کډوالوته دانسان دوستۍ د مرستو په وړاندې کولو کې د فلسطینو کډوالو لپاره د ملګروملتو د مرستندویه ادارې (آنروا) مهم او حیاتي ماموریّت په اهمیّت هم ټينګار شوی دی.
د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ د مئ په پنځلسمه نیټه هم د فلسطین وړاندیزي پریکړه لیک چې له اسرائيلو ئې غوښتي وو،خپل غیر قانوني نیواک دې ختم کړي،د رایو په غوڅ اکثریّت سره تصویب کړی دی.
ددغه پریکړه لیک په تصویبیدا سره ملګروملتو عمومی اسمبلۍ له اسرائيلو غوښتي وو ،په یوه کال کې دې د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې خپل غیرقانوني شتون پاي ته ورسوي.
په ملګروملتو کې د ایران دایمی استازی او سفیر امیر سعید ایرواني ددغه پریکړه لیک په باب له راي اخستنې مخکې پخپلې وینا کې ووئيل؛ مونږ ګروهمن یوو ووایو چې د ایران اسلامی جموریت د په غزې کې دانساني وضعیّت فوریّت او بې قید اوشرطه او فوري اور بند اهمیّت ته په پام سره به مطرح شوي پریکړه لیکونو ته مثبته رایه ورکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4253767