ایکنانیوز د شاهدآنلاین له قوله راپور راکړ،د شعیب په نامې سره د عربستان د یوه ماشوم په یوه ستایونکي اقدام کې د مکې مکرمې په یوې سیمې کې د وران شوو کورونو له کنډوالو یو شمیر قرآنونه غونډ کړل.
دغه اقدام او له دغه ماشوم سره اړونده انځورونه سملاسي په ټولنیزو چینلونو کې وښودل شول او د کارؤنکو له پراخ هرکلي سره مخ شول.
ددغو انځورونو له خپریدا وروسته ددغه ماشوم ګاونډیانو ددغه ماشوم د نازولو لپاره یوه ساده کورنیزه غونډه جوړه کړه او دهغه په چلند ئې ویاړ وکړ.دوي همداراز د کورنۍ روزنه چې د هغه ماشوم په چلند کې منعکسه شوه ، ډيره ستاینه وکړه.
دغه قدرونه یوازې شفاهي ستاینې ته محدوده نه وه، بلکې هغه ماشوم ته د هڅونې،او مننې په توګه یو شمیر ډالۍ هم وړاندې شوې.
د دقرآن کریم د نسخو په خوندي کولو کې د شعیب دغه اقدام ډير الهام بخښونکی شو او په ترټولو سختو موقعیّتونو کې ئې د مقدساتو دحفاظ داهمیّت موضوع رابرسیره کړه.په ټولنیزو چینلونو کې د کارؤنکو غبرګون هم تائيدوي چې دغه دریځ د اسلامی ارزښتونو د هغې جوهرې بیانونکی دی چې پر مومنانو د قرآن کریم د حرمت ساتل او احترام ئې واجب کړی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4253367