ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړیو د افغانستان د طالبانو د حکومت ویوندوي ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې چې پر خپله ایکس پاڼه یې خپره کړې په دې يېښه کې داعش په لاس لرلو تورن کړی او لیکلي چې خلیل الرحمان حقاني د «خوارجو» په برید کې وژل شوی دی.
خو داعش تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي او دا ډله د بریدونو مسئولیت لږ په ځنډ سره مني.
داعش په تېرو دریو کلونو کې د طالبانو د بلخ د والي په شمول یو شمېر نور ټیټپوړي چارواکي په ورته بریدونو کې وژلي دي
د خلیل الرحمان حقاني وراره، انس حقاني، خپل کاکا یو زړه ور مجاهد بللی او ویلي یې دي چې نوموړی د دوی د کورنۍ «مشر، سپین ږیری او مجاهد» و.
خلیل الرحمان حقاني د روسانو د اشغال پر ضد په جهاد کې هم برخه اخیستې وه.
راپورونه وايي چې حقاني پرون (چهارشنبه) په خپل دفتر کې له یوه بل کس سره وژل شوی او په دې پېښه کې لږترلږه ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
طالب سرچینې وايي چې بریدګر په لاس پوري یوه فلزي ټوټه تړلې وه او د وزارت ساتونکو ته یې ویلي و چې ټپي دی
طالبانو د حمله کوونکي عکس هم خپور کړی دی.
امریکې د خلیل الرحمان حقاني پر سر ۵ میلیون ډالره جایزه ټاکلې وه
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او په تاجکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر، چې د طالبانو مخالف دی، د خلیل الرحمان حقاني ترور غندلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم دا پېښه غندلې ده.
همداشان د اسلامي همکارۍ سازمان او قطر د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو وزارت د سرپرست خلیل الرحمن حقاني ترور کولو په کلکو ټکو وغانده.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i155194