IQNA

په اسلامی هیوادونو کې د ایرانیو قاریانو خوښه سویه

14:11 - December 18, 2024
د خبر لمبر: 3490327
 ایکنا – مهدي صلاحي ددې خبرې په کولو سره چې د مبلغ په عنوان سره ،ترکیې او پاکستان ته لیږل شوی دی ووئيل؛ اسلامی هیوادونه د ایرانیو قاریانو تلاؤت ته خاص توجه کوي او له تخنیکي ،ټکنیک او تخصص له پلوه مونږ ته په لوړه سویه ګوري.

د قرآن کریم دعمومی سیالیو د اوه څلویښټمې مرحلې د نهائي مرحلې یو ګډون کونکی مهدي صلاحي  ایکنانیوز سره په خبرو کې  په اذربایجان شرقي ولایت کې په ترسره کیدونکو  سیالیو ددغه پړاؤ دترسره کونکو  مسئولانواو چاروالو  د زحمتونو په قدرونې سره  ووئيل؛  اردبیل ولایت  په قرآني ډګر کې لوړ ظرفیّت لري چې  په حفظ ا قرائت  کې په حرفه  وي او تخصصي بڼه کار کوي.

هغه  ددې خبرې په کولوسره چې د مبلغ په توګه ترکیې اوپاکستان ته لیږل شوی دی، ووئيل؛  اسلامی هیوادونه د ایرانیو قاریانو تلاؤت ته خاص توجه لري  او له فني ټکنیک  او تخصص  له پلوه مونږ په لوړه سویه ویني او  په دغو هیوادونو کې د مونږ دقاریانو معنوي اغیزشیندنې ډيرې زیاتې دي.

صلاحي ددې خبرې په کولو سره چې هغه ظرفیّتونه چې  د قرآن په ډګر کې روزل  کیږي، په اسلامی نړۍ کې اغیزې شیندي ، قرآن کریم   بیلګه او سټراټژي وبلله  چې انسانان  د نیکمرغۍ  منزل ته رسولی شي.

د قرآڼ دغه نړیوال قاري  ووئيل؛ د تلاؤت دیادونې په لومړني پړاؤ کې ئې  دعبدالباسط تلاؤت ته غوږ اچوو  او د استاد مصطفی اسماعیل  په زړه پورې تلاؤته ئې  هم آوریدل او اوس  د ایرانیو او مصري قاریانو ترکیبی مقلد دی.

هغه چې  له نویمیې لسیزې څخه  د قرآن کریم په عمومی سیالیو کې ګډ،ن کوي، وائي، یو کال مخکې ئې د  اسلامي انقلاب په محضر کې اجرا درلوده  او  ددغې ا جرا لپاره  ئې یوه میاشت مشق کړی ، داسې تلاؤت  چې  د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په محضر کې کیږي، ډیر خاص او  ځانګړی دی او  په دغه محفل کې فضا ډيره فرق کوي ،ځکه  هغه معنوي حال او لیوالتیا چې  له رهبر معظم څخه ئې  ترلاسه کوي،  له روحي  پلوه پر اجرا ډيرې اغیزې شیندي.

د یادونې وړ ده چې  د اوقافو او خیریه  چارو  د اارې د قرآن کریم  دعمومي سیالیو  اوه څلویښتم پړاؤ  نهائي مرحله د ښاغلو په برخې کې  د لیندۍ د میاشتې له ۱۹  پیل شو ې  او تر ۲۹ پورې دوام لري  او د تبریز په عیدګاه کې دغه په زړه پورې  محفل او سیالۍ  دترسره کیدا په حال کې دی  او د سیالیو په هال کې  شتون دټولو لپاره آزاد دی .

د ښاغلو د برخې سیالۍ  هره ورځ په ژوندئ بڼه له  مازدیګر دوو بجو څخه تر شپې نهو بجو پورې  له قرآن او معارف ټيلیویژنی چینل او قرآن ریډیوڅخه  هم خپریږي .  له دې مخکې د لیندۍ له دولسمې تر نولسمې نیټې پورې  د آغلو په برخې کې په همدې ځاي کې د سیالیو  شاهدان وو چې  برلاسه  میرمنې  د دغې مرحلې په نهائي برخې کې په جایزو او میډالونو ونازول شوې . همدرااز د سیالیو د اوه څلويښتم  پړاؤ  د ښآغلو  د نغمو  او سرودونو په برخې کې هم خپل برلاسه کسان وپيژندل.

د ایکنانیوز  مخاطبان  د اوقافو د ادارې  د قرآن کریم  دعمومي سیالیو د اوه څلويښتم پړاؤ په ځانګړی خبری دوسیې کې  ددغې پيښې اخبرونه تعقیبولی شي، همداراز د iqnanews     په انټرنیټي ایډریس سره  په ټولنیزو چینلونو کې هم د ایکناپه چینلونو کې  مطلبونه کتلی او آوریدلی شي.

https://tabriz.iqna.ir/fa/news/4254532

captcha