ایکنانیوز د فلسطین داطلاع رسونې د مرکز له قوله راپور راکوي، دغه اعتراضیه غونډه د یولک کسانو څخه د زیاتو کسانو په لاسلیک کونکي عمومی کمپاین پسې ترسره شوه چې د انګلستان دقوانینو په اساس، دغه غوښته پّ پارلیمان کې د بحث لپاره په یوې موضوع بدلیږي.
له دې مخکې، د انګلستان پارلیماني استازو په اسرائيلو د وسلو د خرڅلاؤ دبشپړ دریدا غوښتنه کړې او تينګار ئې کړی چې لازمه ده ، تل ابیب ته د وسلو پر خرڅلاؤ اولیږد جامع ممنوعیّت اعمال شي.
د راپورونو په اساس،بریتانیا له دې مخکې اسرائيلو ته د وسلو د صادراتو له ۳۵۰مجوزونو څخه ۳۰مجوزونه ځنډولي وو. په عین حال کې په دغو محدودیّتونو کې د انګلستان جوړې شوي هغه پرُزې چې په ایف ۳۵ډوله جنګي الوتکو کې ورڅخه استفاده کیږی، نه شاملیږي. دغه جنګی الوتکې په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژيم په څاروي ډوله حملو کې اساسی ر ول لري او نوموړي پرُزې ددغو تجهیزاتو ۱۵ فیصدي برخه جوړوي.
په تیر ستمبر کې انګریز خارجه وزیر ډیویډ لامي اسرایئلو ته د وسلو د ځينو صادراتو د ځنډولو خبر ورکړی دی. په عین حال کې د دغه هیواد دفاع وزیر جان هیلي وئيلي دي، چې دغه فیصله به د اسرائيلو ددفاع له حقه دانګلستان پر ملاتړ هیح اغیزې ونه شیندي.
نړیوالو اورګانونو او د بشری حقوقو ادارو د انګلستان دغه اقدام ناکافي بللی اودا ئې په ځنډ سره یوه فیصله ګڼلې ده او دغه راز دوي اسرائيلو ته د وسلو د صادراتو دب شپړ دریدا غوښتنه کړې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4254688