ایکنانیوز د SBSARABC انټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړی، آستریلیا،په همداوروستیو کې د یهودیت او اسلام په ضد د نفرت خوریدا له امله د جرمنونو د ځینو هغو موردونو د زیاتیدا شاهده ده چې ددغو ډلو سره اړونده په ټولنو کې ئې د وګړو او ځایونو او اموالو د حفاظت او امنیت پّ باب اندیښنې راوالاړې کړي دي، هماغه شان چې په دغه هیواد کې ئې د ټولنیز پیوستون دراتلونکي په باب هم ډير شکونه په ځان پسې درلودلي دي.
د ویکټوریا ایالت لومړي وزیرې جاسینتا آلن په یوه اقدام کې چې موخه ئې له یهودي ضده بهیرونو سره مقابله ده ، پرون دی وشمیر اقداماتو اجرا اعلان کړې چې پکې د ترهه ګرو تنظمینو او سپین پوستو قوم پرستو افراط پالو له بیرغونو او سمبولونو څخه د استفادې کلی ممنوعیّت پکې شامل دی.
همداشان د مخ پټول هم په مظاهرو کې کې منع شوي دي او همداراز د سټیکرو ، رسئ او هغو تالو په څیر مواد چې مظاهره کونکي ئې په عمومی ځایونو باندې لګوي ، هم ممنوع شوي او پولیسو ته به اختیارات ورکړل شي چې په عمومی اعتراضونو کې د افراط پالو له نفوذ سره مقابله وکړي.
آلن ټینګار کړی دی ، په داسې حال کې چې سوله ایز اعتراض حق باید وساتل شي، د نفرت او تاؤتریخوالي د دویدا دمخنییوی لپاره به ګامونه پورته شي.
په عین حال کې د سیډنې په شاوخوا کې په سفټن کې د آل یاسین د جومات امام او امامباړې مسئول شیخ محمد حوراني په یولړ څرګندونو کې روښانه کړه ، ټولنه خطره احساسوي ، ځکه د تیرې یکشنبې په ورځې په دغې سیمې کې اسلام ضده لیکنې کشف شوي دي، مونږ د جومات په شاوخوا کې د سکیوریټي او امنیتی تدبیرونو په ارزونې بوخت یوو ، ځکه هیڅوک نه غواړي ، په کرایسټ چرچ کې په یوه جومات کې د پخوانۍ پيښې په څير کومه حمله دلته هم تکرار شي، هیله مند یوو چې حکومت ددغو اضافي لګښتونو په تامینولو کې مرسته وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4254983