IQNA

د ۱۴ اروپائي هیوادونو  د عمرې اداکونکو  د مدینې منورې د قرآن  چاپ کمپلیکس کتنه وکړه

14:35 - December 25, 2024
د خبر لمبر: 3490372
ایکنا -  د  ۱۴ اروپائي هیوادونو  عمره کونکو حاجیانوپه مدینې منورې کې د پاتیکیدا  په مودې کې  په دغه ښار کې د  ملک فهد قرآن چاپ کمپلیکس  ځینی برخې ولیدې  او ډير ئې وستایۀ.

ایکنانیوز  د عکاظ له قوله راپور راکړ، دغه عمره کونکو  چې  په ۱۴۴۶قمری کال کې د خادم حرمیّن شریفیّن  د حج او  عمرې د ځانګړي پروګرام میلمانو  دوهمه ډله  وه ، د مرغومې د میاشتې په  لومړۍ نیټه  ئې په مدینې کې د ملک فهد قرآن کمپلیکس  کتنه وکړه .

 دغه پروګرام  په مدینې کې د عمرې د زیارتوالو د دیره کیدا په مودې کې  ددوي  لپاره د عربستان د اسلامی چارو د وزارت د کلتوري پروګرام  په لړ کې اجرا شو . 

عمره اداکونکي  چې د اروپا  د لوئې وچې  له څوارلسو هیوادونو  د ښځو اوسړیو  ۲۵۰کسیز کاروان ؤ،د ملک فهد قرآن چاپ کمپلیکس مختلفې برخې ئې ولیدې د وحي  د کلام د   ارزونې ، چاپونې   د ماډرن آوزارونو او د قرآن د چاپ مرحلو څخه  خبر کړئ شول.

د کمپلیکس  مسئولانو همداراز  د قرآن د اهتمام او په مختلفو ژبو د قرآن د ترجمه کولو  او د ارزونې د بشپړتیا د څرنګوالی  له مختلفو مرحلو  خبر کړئ شول   او  د ماډرن ټيکنالوجیو په وسیله ئې   د آسماني کتاب د چاپ  او ارزونې  په چارو ډير خوښ او حک حیران شول.

د پروګرام په پاي کې  د ملک فهد قرآن چاپ کمپلیکس  مسئولانو  اروپائي عمره ادا کونکو ته د دغه مرکز د چاپ قرآنونو یوه یوه نسخه هم ډالۍ کړه.

https://iqna.ir/fa/news/4255724

captcha