ایکنانیوز دالکفیل له قوله راپور راکړ، د کربلامعلی ښآر د رجب المرجب په لومړنۍ شپه او په لیلة الرغائب کې د حضرت اباعبدالله الحسین او حضرت ابوالفضل العباس علیهم السلام د زرګونو زیارتوالو کوربه ؤ او زیارتوالو په دغه شپه له اهل بیت علیهم السلام سره خپل ارادت او عشق نندارې ته وړاندې کړ.
په بین الحرمیّن کې د لیلةالرغایب شپې احیا، د حضرت امام محمد باقر او حضرت امام هادی علیهم السلام دوو امامینو له نیکمرغه زوکړې سره په یووخت وه چې د رجب المرجب د مبارکې میاشتې په لومړنیو شپو ورځو کې واقع ده. دغې چارې د بین الحرمیّن ترمیځ د روحانیَت او معنوی فضا دوه چنده کړې وه.
حسیني او عباسي مقدس آستانونه د رجب د میاشتې په شپو ورخو کې زیارتوالو ته دخدمت رسونې او د هغوي د اړتیاؤ د پوره کونې لپاره ډيری اقدامات ترتیب کړي دي.
ایکنانیوز په بین الحرمیّن کې د لیلة الرغایب داحیاء په مناسبت یو انځوریز راپور برابر کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4257796