ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د امریکا منتخب کرغیړن ولسمشر ډ ونالډټرمپ د تیرې پنجشنبې په ورځ ددغه هیواد په نیو اورلئان ښار کې په یوې بوږنونکي ترهه ګرې پیښې پسې ووئيل؛امریکا د یوې غمیزې او دړې وړې کیدا په حال کې ده اومونږ د نړۍ د خندا وړ ګرځیدلي یوو.
په راپور کې وئيل شوي دي، ډونالډټرمپ د یوې کمزوري رهبرۍ او په حقیقت کې پخپل هیواد کې د رهبرۍ په نشتوالي او هم په پرانیستو پولو نیوکې وکړې او پخپل تروث سوشل انټرنیټي پاڼې کې ئې ولیکل.د مونږ هیواد غمیزه ده،د درستې دنیا د ملنډو وړ ګرځیدلی دی ؛دا داسې پيښه ده چې کله پولې خلاصې دي، نو ناکارنده او کمزوري رهبري هم شته او عملا رهبري وجود نه لري ، رامینځةکیږي.
ټرمپ له دې مخکې د تیرې چارشنبې په ورځې هم په نیواورلئان کې ترهه ګره حمله چې ۱۵ کسان پکې وژل شوي او ۳۵ نوره ټپیان شوي دي، له غیر قانوني مهاجرتونو سره اړونده بللې او وئيلي ئې وو، هغه ورانکار او خلاف ورزي کونکي چې [امریکاته ] ورځي، له هغو ورانکارو او خلاف ورزي کونکو ډير بدتر دي،چې د مونږ په هیواد کې موجود دي. دا خبره په حقیقت بدله شوه . ټرمپ زیاته کړې ده، په امریکا کې دجرمونو اندازه په هغې سوئې کې ده چې له دې مخکې مو نه وه لیدلې.
د امریکا په ټګزاس ایالت کې له ډلاس ښاره یو ۴۲کلن امریکائي ښاریز د چارشنبې په ورځ د نوي میلادي کال په لومړنۍ ورځې پخپل ګاډي سره د لوئيزیانا ایلات په نیو ارولئان ښار کې پر هغو خلکو وروخیژاوۀ، چې د نوی کال په جشن بوخت وو او وروسته ئې وربانډې ړندې ډزې هم وکړې.هغه د داعش پر بیرغ سربیره ،پخپل ډاټسن کې یو شمیر وسلې اوبمونه هم درلودل. د نیواورلئان ښار د حملې عامل دامریکا دمتحده ایالاتو په پوځ کې دخدمت مخینه هم درلودلې او له دغه یرغلګر سره اړونده په یوه ویډیوئي کلیپ کې چې په ټولنیزو چینلونو کې خپره شوې ،د املاکو د کارپيژاندي په توګه ئې د کار مخینې ته اشاره شوې ده.
د امریکا ولسمشر جوزف بایډن د تیرې پنجشنبې په ورځې وئیلي دي، چې نښې نښانې ددې ښودنه کوي،چې په نیواورلئان کې دمرګونې حملې عامل له داعش څخه الهام اخستی دی.
پر امریکائي حکومت او اورګانونو د ټرمپ سختې نیوکې او د امریکا په کمزورتیا د هغه اعتراف یو ځل بیا دا مسئله چې په کرتو کارپوهانو او دسیاسی علومو پوهاندو ورباندې ټینګار کړی دی، یعني په مختلفو اړخونو کې دامریکا سوکه سوکه کمزورتیا او د ړې وړې کیدا مطرح کړې ده.البته ټرمپ ددې دړې وړې کیدا مظاهر ناکاره او کمزوري رهبري او له خپلو اصلي دندو څخه د فیډرلي اورګانونو انحراف اوپه سیاسی انګیزې سره اقداماتو ترسره کیدا بللې ده.
په دې لړ کې ټرمپ د امریکا په فیډرلي اورګانونو باندې په یوې سختې حملې سره روښانه کړې ده؛ دامریکا فیډرل پولیس او عدالیې وزارت ،ډیموکراټيک حکومت او څارنوالانو هیڅ کار نه دی کړی. د ټرمپ په وینا دوي فساد ګر او نالایق دي اود هغه تاؤتریخوالي په وړاندې چې له د اخل اوبهره ئې د امریکا د ملت او حکومت په ټولو اړخونو کې نفوذ کړی دی،ؤ د امریکایانو پر حفاظت د تمرکز په ځاي ،خپل وخت په غیر قانوني اقداماتو سره پر هغه او د خپلو سیاسی مخالفانو باندې په حملې کې ضائع کوي.
داپه د اسې حال کې دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۱کال په جولائي کې د امریکا ناکاراندوالي او سروزي کړچار او ددغه هیواد په وړاندې مشکلاتو او مسئلو ته په اشارې سره روښآنه کړې چې مسئله دلته ده چې ددغو مشکلاتو اندازه دایما په زیاتیدا ده او یو وخت به راورسیږي چې نور به دهغو مشکلاتو او مسئلو د حل توان ونه لرل شي. په دې توګه متحده ایالات په بشپړ ډاډ او په کلکوګامونوپورته کولوسره مستقیما هماغه لاره وړاندې کړې ده چې شوروي جمهوری اتحاد تعقیب کړې وه.
د کرکتونکو او نیوکه کونکو په وینا،د امریکا قدرت هغه که له داخله وي او که له بهره په ځوړتیا دی.د امریکا په داخل کې اقتصاډي،اجتماعي او حتی امنیتی بحرانونه،داخلی ترهه ګرۍ پراختیا او وسلوالو تاؤتریخوالو او د ټولنې دوه قطبي کیدا او د سختو سیاسی اختلافاتو او توکمیزو او پرګنیزو درزونو زیاتیدا ته په پام سره زیات شوي دي. په بهرني ډګر کې هم د قدرت د کمیدا بهیر سوکه سوکه یا په ځوړتیا دی او دا نه یوازې د سخت قدرت په زمینې کې یعني په پوځي قدرت او نیمه پوځي قدرت کې یعني د امریکا په اقتصادي قدرت کې مصداق لري ، بلکې د ډيرو شناندو په ګمان د امریکا نرم قدرت هم له کمښت او ځوړتیا سره مخامخ شوی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په مختلفو ډګرونو کې دامریکا ناکاره اقداماتو ، سیاستونو او کړچارونو ته په پام سره دا اټکل مطرح کړی دی چې متحده ایالات به په نهایت کې د شوروي له برخلیک یعني له دړې وړې کیدا سره مخ شي.
https://parstoday.ir/fa/world-i4314