IQNA

د امریکاسره صلیب ته د ایران د سرې میاشتې د مشر پیغام،د مرستولیږد ته تیار یوو

12:51 - January 12, 2025
د خبر لمبر: 3490457
ایکنا -  د امریکا د سره صلیب د مشر کلیف هولټز سره د پير حسین کولیوند د همدردۍ په پیغام کې  راغلي دي؛د تاسو د هیواد په پراخو برخو کې د پراخ اور لګیدنې  خبر  چې  نه یوازې ئې د کورونه او ژوندنونه  دخپلو لمبو ښکار کړي، بلکې د زرګونو بې ګناه انسانان ئې  هم له خطرې سره مخ کړي دي ، د تاسو د ټاټوبي ښکلی طبیَعت  ئې  هم په ایرو بدل کړی، نه یوازې یو ځاي بحران، بلکې پر انساني وجدان یو زخم دی.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی، د ایران د اسلامی جمهوریت  د سرې میاشتې د ټولنې  مشر د امریکا د سره صلیب  مشر ته په یوه پیغام لیږلو سره،په لاس آنجلس کې په پراخ او لوي اور کې د قربانیانو له کورنیو او تاوان موندونکو سره  دخواخوږئ په څرګندولو سره،دغه هیواد ته دانسان دوستۍ د مرستو د لیږد لپاره چمتووالی اعلان کړ.

 د امریکا د سره صلیب د مشر کلیف هولټز سره د پير حسین کولیوند د همدردۍ په پیغام کې  راغلي دي؛د تاسو د هیواد په پراخو برخو کې د پراخ اور لګیدنې  خبر  چې  نه یوازې ئې د کورونه او ژوندنونه  دخپلو لمبو ښکار کړي، بلکې د زرګونو بې ګناه انسانان ئې  هم له خطرې سره مخ کړي دي ، د تاسو د ټاټوبي ښکلی طبیَعت  ئې  هم په ایرو بدل کړی، نه یوازې یو ځاي بحران، بلکې پر انساني وجدان یو زخم دی.

پارس ټوډې راپور ورکړی، په دغه پیغام کې راغلي دي ،  هغه دردؤنکي  او ولسی صحنې  چې درسته فضا ئې له دود او اوره ډکې کړې او د ساه اخستو   لپاره  هم کړیږي،په درستې نړۍ کې د ټولو زړه سوانده او مسئولو انسانانو وجدان   دردوي.

حسین  کولیوند  روښانه کړې ده ؛ د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې د ټولنې له خوا تاسو ته ډاډ درکوو چې په دغو سختو شیبو کې یوازې نه یاست،وروستیو پراخو  اورونو  دا ښودلې ده چې  ددغه بحران پيزواني کول  له ځاني توانمنیو  یو ورآخو ا برحان دی او د اور د وژنې  لپاره  نړیوالې ملګرتیا  او مرستو ته اړتیا  ده او  د اور وژنې د ملیاتو د اوږدیدا په دلیل  د طبیعّت په زړه کې  ئې د لمبو لا پورته کیدا  نه یوازې  د انسانانو د ژوند لپاره ،بلکې  د ژواک چاپيریال  او مځکې د راتلونکي لپاره  هم یو ګواښ دی.

په دغه پیغام کې راغلی دي ، مونږ د ایران د اسلامی جمهوریت په سرې میاشتې ټولنې کې ، له انساني او طبیعي پیښو سره په مخامخیدا کې  پر خپلو پراخو تجروبو باندې په تکیې سره تیار یوو ،څو د چټک غبرګون  تخصص لرونکي ټیمونه ، امدادي تجهیزات او  ژمن  او روزل شوي  انساني ځواک ډير زر د پيښې ځاي ته ولیږدوو.

 ددغه پیغام په بلې برخې کې راغلي دي ،مونږ تیار یووڅو د نورو  مرستندویه ځواکونو ترڅنګ هغو  خلکو ته چې د اور او کړاؤ او دردونو په کلابندۍ کې دي، د آرامښت دبیرته ګرځولو لپاره  هڅه وکړو.د انسانانو ژغورل ، د تاوان موندونکو آرامښت،او په زړونو کې د امید رامینځةکیدل  دمونږ ترټولو لوړ رسالت دی.

حسین کولیوند ددغه پیغام په پاي کې  وئیلي دي ، چې  د ایران داسلامی جمهوریت د سرئې میاشتې له خوا له جناب عالی او له دغه بحران څخه د اغیزمنو خلکو سره د خواخوږئ په څرګندولو سره  د لازمو غږملتیاؤ لپاره  د تاسو د ځواب په تمه یوو.

https://parstoday.ir/fa/iran-i4404

captcha